افغانستان

یوناما: د جګړې اړخونه دې د ملکي تاسیساتو قصدي په نښه کول بند کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶تلې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، یوناما؛ وايي د جګړې ښکېل اړخونه باید په ‏قصدي ډول ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په نښه کړي‎. ‎

دې دفتر چې د روان کال له لومړۍ د تېرې میاشتې تر وروستیو پورې د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړی، د ملکيانو قصدي ‏په نښه کول يې غندلي دي‎. ‎

د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو د ملکي وګړو وژنه جرم بللې او په وینا يې دا جرم د زغم وړ نه دی‎. ‎

د یوناما د مطبوعاتي دفتر غړي رفیع الله الکوزي ازادي راډيو ته ويلي، چې د جګړې ښکېل اړخونه باید له دې جرمه لاس ‏واخلي‎. ‎

هغه وویل، دوی ښکېلو اړخونو ته سپارښتنه کوي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په برخه کې دې چټک ګامونه واخلي‎. ‎

یوناما د روان کال په شپږ میاشتني راپور کې هم ویلي و، چې د هوايي بریدونو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده‎. ‎

دوی پخپل راپور کې د ملکي تلفاتو د ۵۲سلنې د مسؤلیت ګوته بهرنیانو او د هغوی روزل شویو افغان پوځیانو ته نیولې ده‎. ‎

یوناما وايي د روان کال له لومړۍ د سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې ۱۰۶۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۵۶۹ نور ټپیان ‏شوي دي‎. ‎

تېره ورځ هم افغان پوځیانو د پکتیا په ګرده څېړۍ کې ۱۰ ملکي وګړي وژلي او ۲۱ نور يې ټپیان کړي دي‎. ‎

د پوځي چارو شنونکو جنرال عتیق الله امرخېل هم وايي چې افغان پوځيان قصداً ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په نښه کوي.

هغه په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، غلطي یو ځل، دوه ځله او درې ځله پېښېږي، خو پرلپسې تکرار يې ښيي چې دا عمل قصداً کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x