افغانستان

عبیدالله بارکزی: د طالبانو حکومت تر اوسني حالت څو چنده ښه و

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶تلې، ۱۳۹۷ل): په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي تر اوسني حکومت ‏د طالبانو واکمني څو چنده ښه وه‎. ‎

هغه په یوه تلویزوني بحث کې وویل، امریکا دلته د ټولو بدبختیو مور ده او څوک چې ځان ته مسلمان وايي باید ملاتړ يې ونه ‏کړي‎. ‎

بارکزی چې راتلونکو ټاکنو ته له کابل څخه نوماند دی وايي، امریکا دلته تعرض کړی، خو دا باید واضح وي: «دا وطن د طالب ‏دی، خو د ټرمپ نه دی‎.»‎

د ولسي جرګې دې غړي پر ولسي خلکو بمبارونه، فساد، پر امنیتي ځواکونو د امریکا بمباري او له افغان کانونو نه د امریکایانو ‏ګټه د امریکا د زیانونو په ډول یاد کړل‎. ‎

هغه وویل: «موږ ته د کال څلور میلیارده ډالر راکوي، خو یوازې له هلمنده يې تر سل میلیارده ډېر قاچاق کړی دی‎.»‎

بارکزي زیاته کړه، طالبانو يې دوه زامن ور وژلي دي، له خپلې سیمې يې راشړلی خو بیا هم اعتراف کوي:«طالبان زموږ وروڼه ‏دي، موږ له دوی سره جوړېږو خو له امریکا سره نه‎.»‎

پرون د امریکايي یرغل ۱۷ کلونه پوره شول، چې د ګارډین په حواله تر ۳۵۰۰ ډېر د ناټو عسکر پکې وژل شوي او ۲۱۷زره ‏عام افغانان پکې وژل شوي دي‎. ‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

نو چې داسې ده نو ته څکه یې چې دالر خورې او په طلوع کې مرکې کوي خو پریږده دافاسد رژیم ملت ته حقیقت ووایه !! ستا سر او بیخ هم مالوم ندي !!

غ.حضرت

خدای دی هر ښه انسان وبخښی البته زه ددې مرحوم دوست یا دښمن نه وم خو هر افغان چي وژل کیږی د خواشینۍ او خپګان خبره ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x