نړۍ

نیویارک: ترافیکي پیښه کې ۲۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۱۶ تلې ۱۳۹۷ل): د امریکا په نیویارک ایالت کې د موټر د ټکر له امله درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوي.

د نیویارک پولیسو ویلي چې دغه پیښه له ښاره بهر په سکوهري نومي سیمه کې رامنځته شوې.

امریکایي رسنیو د پولیسو له خولي خبر ورکړي چې، لیموزین موټر چې د کلیزي لمانځونکي ډلي پکي سفر کاوه، داسي ښکاري چې د تیز رفتاري په وجه د چلوونکي له کنتروله وتلی او په مارکیت وردننه شوی دی.

پولیس وایی، د لیموزین ټوله سپرلۍ چې 18 تنه وو او دوه نور لارویان ځای پرځای وژل شوي.

د یادې پیښې لامل د لیموزین موټر زیاته تیز رفتاري ښودله شوې، خو پولیسو ویلي چې د پیښې اصلي لامل تر اوسه کره نه دی، په اړه يي څیړنې دوام لري، په وینا یې وروسته به یې بشپړ جزئیات خپاره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x