افغانستان

زلمي خليلزاد له استاد سياف سره ليدلي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۱۶ تلې ۱۳۹۷ل):  د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي په کابل کې د حراست او ثبات شورا له مشر استاد عبد رب الرسول سياف سره ليدلي دي.

راپورونه وايي، چې ښاغلي خليلزاد د ګډ حکومت له چارواکو وروسته له استاد سياف سره د افغانستان امنيتي وضعيت ا و سولې په اړه خبرې کړي دي.

ويل کيږي، چې په دغه ناسته کې له سياسي لارې سولې ته د رسېدو په لارو چارو بحث شوی دی، خو په دې اړه نور جزيات نه دي خپاره شوي.

خليلزاد تېره ورځ په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره له ليدو ورسته کابل کې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو سره ليدلي دي.

ارګ وايي، چې  خليلزاد له ولسمشر غني او اجرائيه مشر عبدالله سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

د ارګ يوې سرچينې ويلي، چې د اشرف غني او خليلزاد ترمنځ ناسته خوندوره نه وه او نه هم د سولې په اړه په کوم پرمختګ هوکړه شوې ده.

ټاکل شوې، چې خليلزاد به تر دې وروسته متحده عربي اماراتو، سعودي او قطر ته هم د افغان سولې په اړه سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x