افغانستان

فارياب: په نهو ولسواليو کې ټاکنې نه ترسره کيږي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل): ولسي جرګې ته له فارياب ولايت څخه نوماندان وايي چې ددغه ولايت په نهو ولسواليو کې د نا امنيو له امله ټاکنې نه شي ترسره کېدلی.

د محمد حسن سرداش او احسان الله قووانچ په نامه دوه تنه نوماندان وايي چې د فارياب ولايت ټولې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي او يوازې مرکزونه يې له دولت سره دي.

دغه نوماندان وايي چې د فارياب ولايت له مرکز (ميمنې) پرته نور د ټول فارياب ولسواليو ته د ځمکې له لارې سفر نه شي کېدلای او په ټولو لارو د طالبانو واکمني د چې د ټاکنو چارې يې له خنډونو سره مخ کړي دي.

بل لور ته د فارياب د ټاکنو کميسيون ولايتي مسؤل عبدالرحمن فريد وايي چې د امنيتي ستونزو له امله په دغه ولايت کې د ټاکنو له ۱۱۱ مرکزونو څخه يې ۲۹ تړل شوي دي، خو نوماندان وايي چې د تړل شويو مرکزونو شميره له هغې زياته ده چې د ټاکنو د کميسيون ولايتي دفتر يې ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره ورځ اعلان وکړ چې ټاکنې د امريکا جعلي پرسوه ده او دوی به يې برياليتوب ته پرينږدي او دغه پروسه به له خنډ سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x