نړۍ

اسلام آباد: هوایی ډګر کې الوتکي ته مسافر رسوونکی پل ونړید

نن ټکی اسیا (سشنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل): د اسلام آباد نوی هوایی ډګر کې، الوتکي ته د مسافرو د پورته کولو او راکښته کولو لپاره نصب شوې ځینه یا پل راپریوت چې له امله یې یوازي د عملې یو تن اپریټر زخمی شوی۔

پاکستانۍ رسنۍ وایی، د اسلام آباد نوی هوایی ډګر کې چې د روان کال په تېر مئ میاشت کې یې پرانیسته شوي؛ د بهرنیو پروازونو لپاره لګول شوی پل په داسي حال کې راونړید چې له یوې بهرنۍ الوتکي نه مسافرو د راکښته کیدلو تیاري کوله.

ویل کیږي چې د پیښې له امله، نه الوتکي ته زیان رسیدلی او نه یې هم سپرلۍ ته.

د هوایی ډګر مسئولین وایی چې د پيښې لامل لا تراوسه څرګند نه دی خو په اړه یې پلټني پیل کړي.

باید وویل شي چې د اسلام آباد دغه نوی هوایی ډګر د روان کال د مئ په لومړۍ نیټه د پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسی له لوري پرانیستل شو.

ویل کیده چې نوی هوایی میدان په عصري بڼه رغول شوی، خو د پاکستاني رسنیو په خبره، دغي پیښې یې عصري جوړښت تر پوښتني لاندي راوست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x