تازه خبر: دای اس ای پخوانی افسر کرنل امام ووژل شو

ممنن تکی اسیا / دای اس ای داستخباراتی شبکې پخوانی افسر کرنل امام   ووژل شو، په ترلاسه شوي خبر کې راغلی کرنل امام تیر کال دمارچ په میاشت کې له بنو نه دوزیرستان پر لوري روان وو چې دوسلوالو کسانو لخوا دنوموړی له دوو ملګرو سره وتښتاوه .

 ویل کیږی کرنل امام او دهغه ملګري دیوه مستند فلم دترتیب ولو لپاره دطالبانو له مشرانو سره دلیدلو لپاره وزیرستان ته روان وو ،له هغه سره ژورنالیسټ اسد قریش او داستخباراتی شبکې یو بل پخواني کارکونکی خالد خواجه هم ملګري وو.

دپیښې پړه هغه مهال د(ایشین ټایګر ) نومی یوه تنظیم اخیستی وه ،چې ژورنالیست اسد قریشی له څو میاشتو وروسته خوشي کړ او خالد خواجه یې وواژه .

دای اس ای پخوانی افسر سلطان عامر تارړ چې په کرنل امام یې شهرت درلود نن دنوموړی دتښتونکو لخوا ووژل شو.

حکومتی چارواکو تر دې مهال دپیښه تصدیق نه دي کړي.

احمد بریال



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.