د خلیل زاد ماموریت به څومره بریالی وی؟

نن ټکی اسيا- سرليکنه

د تیرې یکشنبې په ورځ ښاغلی زلمی خلیل زاد کابل ته راغی او د ور سپارل شوي ماموریت په اړه یې له دولتي چارواکو او دولت پلوه ګوندي مسؤلینوسره وکتل.

که څه هم چې ښاغلي خلیل زاد ظاهرا د سپینې ماڼۍ لخوا د سولې د استازي په توګه افغانستان ته راغلی خو د نوموړي د راتګ زماني او مکاني شرائطو ته په کتو سره داسې ښکاري چې ټرمپ غواړي د خلیلزاد د سولې ماموریت هم د خپلې اعلان کړي جنګي ستراتیژي په چوکاټ کې پرمخ یوسي.

ځکه لیدل کیږي چې پر ولسي خلګو امریکايي بمبارۍ هماغسي په شدت جریان لري او امریکايي پوځي چارواکي یې د محدودولو په ځای د لازیاتوالې ګواښونه کوي.

کابل ته د خلیلزاد راتګ پر افغانستان د امریکايي یرغل د اوولسمې کلیزې له پوره کیدو سره هم مهال و چې له دې څخه هم د نوموړي د ماموریت کیفي وضعیت ښه جوتیدای شي.

سره له دې چې کابل حکومت او ځینو حکومت پلوه ګوندي مشرانو د خلیلزاد ماموریت مخکي ترمخکي بریالی بللی او هغه یې ستایلی دی خو د چا له لوری چې خلیلزاد دې ماموریت ته توظیف شوی دی د افغانستان د سولې په اړه د هغوي نیت اوعزائمو ته په کتو سره د نوموړی ماموریت هم د هغوي په نورو هغو فعالیتونو قیاس کیدای شي چې تیر اوولس کلونه یې د ښې حکومتولۍ، امنیت راوستلو او د افغانانو د ستونزو حل کولو په پلمه تر سره کړي دي.

دا سمه خبره ده چې خلیلراد یوه داسې امریکايي ده چې تر نورو امریکایانو د افغانانو له خاصیت او طبیعت سره ډیر بلد دی ، خو امریکايي چارواکي غواړي د ده له دغه بلدتوب څخه د خپلو مصالحو په تحقق کې کار واخلي نه د افغاني ملي منافعو په تر سره کولو کې.

د افغانستان د جګړې په ختمولو کې اصلي خبره په امرکايي نیت او ارادې پوري تړاولري، که هغوی واقعا د جګړې ختمولو اراده ولري که افغانستان ته هیڅ استازی را و نه لیږي هم دلته سوله راتلای شي.

او که د هغوي اصلي او عملي اراده د ټرمپ د جنګي ستراتیژي پلي کول وي او ظاهرا د اذهانو د اغفال او خلګو تیر ایستلو په غرض د خلیلزاد په افغانیت تظاهر کوي بیا نو د دې ماموریت بریالیتوب خیال است ومحال است وجنون…

avatar
2 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا چي خليل زاد ددولتي چارواكو؟ أو بگيلو تَر وخت تير كاغذي رهبرانو سره ويني، دده رذالت له ورايه شكاري چي د شه نيت سره ندى راغلى. له كومو غلامانو سره چي دى ويني ، توله ددوي و فرمانته لاس په نامه ولار دي، نو ضرورت سه دى چي دى ورسره ويني، دى فقط داغواري چي خپلو مريانوته اعتبار وركي، أو د طالبانو سره يي په قدرت كي شريك كي، خو دا خداى وهلى په دي نه پوهيژي چي دا توله زمونژ د دين أو وطن دلالان أو مجرمين دي ، دوي به خپل توله غلامان يا خپلو ملكوته ته… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

دا به ډیره احمقانه خبره وی که طالبان ووایی چه امریکایان دی بدون د قید و شرطه ووځی بیا سوله راځی. د امریکایانو دلته زرګونه کسان مړه شوی او په ملیاردو ډالر یی په مصرف رسیدلی دي. زه له طالبانو نه دا پوښتم چه د تاسو برنامه څه ده؟ آیا تاسی د سولی لپاره کوم پلان، پروګرام، خبره او وړادیز لري؟؟ لږ خو تاسی هم په خاطر د الله پدی باره کی خپل نظر ووایاست. اوس ملت او دنیا پدی پوه دی چه دا جنګ د اسلام او کفر ندی. د مکی مکرمی علماوو، په کابل کی دریو زرو علماو… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا خاوره دزمرو ده داتلو ميرنو ده دامريكا كه دلته زرگونه ملياردونه نور هم مصرف شي أو زرگونه نور عسكر يي هم ووژل شي همداسي لوسه كونه به د امريكا په لور مندي وهي، او غلامان به يي د شا له خوا به په پسي وي چي گوندي يو سه زني توي شي أو دوي يي نوش جان كي، يا داچي كه سه ترحم پر وكي أو له زان سره يي بوزي . د طالبانو برنامه، پلان،أو ورانديز خو په واروار ويل شوي او نشر شويدى چي: خارجي محارب به توله وزي أو په افغانستان كي به اسلامي نظام وي.… نور لوستل »

سوله اوربند
میلمه
سوله اوربند

زموږ څخه ته ور نږدی یی، بلکه ورسره خاندی ،او خوراک هم ورسره کوی،فامیلی راوابط په لندن کی سره پالی،سوسیال د افغآن جګړه په برکت سره خوری،کله چه د لندن شاروالی ته د سوسیال فارم سپاری،نو دا کوچنی درخواست هم ورسره کړه،او ورته ولیکه،دجال انګریزه ،د افغانستان څخه زر تر زره ووځه،دابه ستا ډیر غټ جهاد وی،

جميل
میلمه
جميل

دشورويانو په وخت كي به كه چا ببرك، نجيب أو نوروته كنزاوي هم كولي كومه خبره نوه، خو چا د روسي نوم هم په بدو نشواى اخيستلاى . اوس هم چي زه گورم كه سوك، غني، دوستم، محقق أو نورو غلامانوته بد ووايي او إفشاء يي كي، كومه خبره نده، خو كه امريكايى ياد كي چي لوسه كونه به مندي وهي، لكه دده لوسه كونه چي دي ورياده كره، پلار يي ورياد كه خو امريكايى ته سه مه وايه. عجيبه سره تينگ دي، د حيرانتيا خبره ده، په دومره كمه مده كي دومره تينگه دوستي . دا رنگ خلك يو… نور لوستل »