افغانستان

جوزجان: د طالبانو بريد کې ۲۲ امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل): د جوزجان ولايت چارواکي وايي چې د طالبانو په يوه بريد کې ۲۲ تنه امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جوزجان امنيه قومندان فقير محمد جوزجاني وايي چې په قوش تپې ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې ۱۲ ته امنيتي سرتيري وژل شوي دي او ۱۰ نور ټپيان دي.

جوزجاني رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه د قوش تپې ولسوالۍ د نيولو په موخه بريد وکړ چې له امله يې امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله واړوله.

جوزجاني وايي چې طالبان ونه توانيدل چې ولسوالۍ ونيسي خو زموږ پوځيانو ګڼ تلفات ورکړل.

بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددغه بريد مسؤليت منلی او ويلي يې دي چې په دغه بريد کې يې امنيتي سرتيرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو د بريدونو له امله د شمال ولايت سيمې هم خوندي نه دي او هره ورځ د نورو سيمو په څېر له شمالي سيمو څخه هم د جنګونو او امنيتي ځواکونو ته د تلفاتو د اوښتو راپورونه ورکول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x