
اردوګان: سعودي بايد ثابته کړې، چې خاشقجي له قونسلګري وتلی
نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د سعودي له حکومت څخه غوښتي، چې په استنبول کې د دغه هېواد قونسلګري بايد د ورک شوي خبريال جمال خاشقجي په اړه دا ثابته کړي، چې نوموړی له قونسلګري وتلی دی.
د ترکيې ولسمشر دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره ورځ د ترکيې حکومت د سعودي له حکومت څخه غوښتي و، د جمال خاشقجي د جسد پلټنو لپاره د قونسلګرۍ د پلټلو اجازه ورکړي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې سعودي تبع جمال خاشقجي له يوې ترکۍ مېرمنې سره د واده په لړ کې د اسنادو برابرولو په موخه په استنبول کې د سعودي قونسلګري ته تللی و او د اکتوبر له دوهمې نېټې له هماغع ځایه نادرکه دی.
د ترکيې ولسمشر ويلي، چې د سعودي قونسلګري په دې ځان نشي خلاصولی، چې خاشقجي له قونسلګرۍ وتلی، ولې له دوی سره څارونکې کامرې نشته؟
ښاغلي اردوګان دا هم ويلي، چې د سعودي قونسلګري دې د خپلې ادعا لپاره د څارونکې کامرې په ریکارډ استدلال وکړي .
د ترکيې پوليس وايي، چې تېره اوونۍ د سعودي استخباراتو پنځلس تنه افسران استبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللي وو او تر هغې هلته و، چې خاشقجي هلته ورغی، تر هغې وروسته يې د ژوند او مرګ معلومات نشته، خو د سعودي د استخباراتو دغه پلاوی بېرته خپل هېواد ته ستون شوی.
نيويارک ټايمز، واشنګټن پوسټ، نيويارکر، رویټرز، فرانس پريس خبري اژانس او نورو ګڼو رسنيو د ترکي امنيتي سرچينو په حواله ليکلي، چې د سعودي استخباراتي پلاوي جمال خاشقجي په دغه قونسلګرۍ کې وژلی، د هغه جسد يې له ټوټه کولو وروسته چېرته غورځولی او ياد پلاوی بېرته سعودي ته تللی دی.
خو سعودي دغه تورونه رد کړي او بې بنسټه يې بولي.
د ترکيې ولسمشر او بهرنيو چارو وزارت استخباراتي او امنيتي ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د سعودي له قونسلګرۍ تر هوايي ډګره او هوايي ډګر دننه ټولې لارې او سيمې وپلټي د خاشقجي په اړه د کره معلوماتو له راټولو وروسته خپل راپور ولسمشر ته وسپاري.