ملګري ملتونه: د جګړو له امله سږکال نږدې ۲۵۰ زره افغانان بې ځايه شوي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل): ملګرو ملتونو ویلي دي چې له روان زيږدیز کال څخه تر اوسه پورې نږدې ۲۵۰ زره خلک د نا امنيو او جګړو له امله له خپلو سيمو څخه بې ځايه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، چې د ۲۰۱۸ کال کې له پیل څخه د اکتوبر تر لومړۍ اونۍ پورې ۲۴۹زره او ۲۳۳ افغانان د جګړو او ناامنیو له امله د خپلو اصلي سیمو پریښودلو ته اړ شوي دي.

ددغې ادارې له لوري په تازه خپور شوي راپور کې ويل شوي دي چې د جګړو او نا امنۍ له امله يوازې د اکتوبر د مياشتې په لومړۍ نيټه ۲۸۴۰۰ افغانان له خپلو اصلي سيمو څخه بې ځايه شوي دي.

په راپور کې ويل شوي دي چې د پروان، کاپيسا، پکتيکا، کنړ، غزني، بادغيس او تخار هغه ولايتونه دي چې ډير خلک په کې د نا امنۍ له امله بې ځايه شوي دي.

په راپور کې ويل شوي دي چې ددغو بې ځايه شويو کورنيو له جملې څخه يې ۱۱۴ زره خلکو سره بشري مرستې شوي دي او څه باندې ۱۳۵ زره لاهم بشري مرستو ته اړتيا لري.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې نا امني تر بل هر وخت زياته شوې ده چې د ژوند په
ټولو برخو يې اغيز کړی دی او د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې زیات وخت د جګړو او نا امنۍ له امله خلک خپلو سيمو او کورونو پرېښودو ته اړ کيږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د