د پرون باغیان د نن اتلان

حاجي فتح خان دومړ  کمالزی

خالد افغان زوی

یادونه: سید خیرمحمد عارف د بلوچستان اوسیدونکی د پښتو ژبې وتلی لیکوال دی. نوموړي کلونه وړاندې په بیلابیلو ځایي ادارو کې هغه ارشیفونه کتلي چې د انګریزانو له وخت څخه پاته دي.په دې ارشیفونو کې له اوس نه سل کاله پخوا د هغو مجاهدینو دوسیې په لاس ورغلې دي چې د انګریزي استعمار او اشغال په زمانه کې یې د انګریزانو په خلاف جهادکاوه. دغه نومورکي اتلان چې هغه وخت به باغیان یا د اوسنیو مجاهدینو په شان ترهګر بلل کیدل، اوس د تاریخ ویاړمن اتلان او قهرمانان بلل کیږي چې له سوانحو یې خیر محمد عارف کتاب جوړ کړی دی.

موږ هڅه کوو چې په دې لړۍ کې په اختصار سره د همدې غازیانو د ژوند صحنې، د هغوی اتلولۍ او دا چې څرنګه یې په تش لاس د اوسنیو مجاهدینو په شان د اشغالګرو په خلاف جهاد کاوه او بیا څرنګه په مظلومیت او بې رحمۍ سره اعدام شول تر دې چې قبرونه یې هم ورک شول. په دې برخه کې به یې ان شاءالله ځینې نمونې درته وړاندې کړو. تر څو یې له کارنامو خبر او تاریخي تنده مو پرې ماته شي.

…………………………….

حاجي فتح خان دومړ  د کاکړستان د سملن سیمې د چنلیز اوسیدونکی هغه ۲۵ کلن ځوان مجاهد و چې له اوس نه سل کاله پخوا په کال ۱۹۱۸ میلادي کې هغه وخت چې په دې سیمه د انګریزانو استعمار و، نوموړی له یوې تورې سره تک تنها خپل کلي ته نږدې د انګریزانو په قرارګاه ورننوت، درې انګریزان یي په توره ووژل، وروسته د انګریزي عسکرو د ټوپکو په ډزو زخمي او ژوندی ونیول شو. انګریزانو یې زخمونه معالجه کړل او بیا یې تحقیق ترې وکړ. له نوموړي نه شوی تحقیق د ده په دوسیه کې خوندي دی چې خپله سرګذشت یې داسې بیان کړی دی.

زه د ځوانۍ په مرحله کې وم، کار روزګار مې بزګري وه، خو زما له جهاد سره ډیر شوق و،بل ارمان مې دا وه چې بیت الله شریف ته لاړ شم او حج وکړم. نو ما د حج د پیسو پیدا کولو لپاره خپله ځمکه خرڅه کړه، خپلې ښځې ته طلاق ورکړ. خپل وسله ( توره) مې په کور کې پټه کیښوده او د حج په سفر ووتم. بیت الله شریف ته په رسیدو مې حج ښه په تسلي اداء کړ. خو هلته پیسې راسره خلاصې شوې او د بیرته راتګ پیسې مې نه درلودې.

هلته خبر شوم چې په مصر کې له کافرانو سره غزا روانه ده ( دا وخت د اول نړیوال جنګ کلونه وو، انګریزانو د مصر له اړخه په سویز کانال برید کړی و او په مقابل کې یې د عثماني خلافت مجاهدین جنګیدل) زه په همدې غزا کې د شرکت په موخه روان شوم، خو دپیسو نه شتون مې په مخکې خنډ و. تر دمشق پورې ورسیدم، هلته مې دوه نور پښتانه مجاهدین هم ملګري شول چې یو د بنو اوسیدونکی حاجي محمد او بل د غزني اوسیدونکی حاجي سیف الدین وو. حاجي سیف الدین د خامکین په سیمه کې مریض او له موږ نه پاته شو، وروسته د حاجي محمد اراده هم بدله شو او زه هم د نه خرڅ له امله په مخ نه لاړم او بیرته د کور په خوا کرار کرار را روان شوم.

د عربستان او ایران په لاره د راتګ په وخت به مې څه وخت مزدوري وکړه، لږ خرڅه به مې برابره کړه او بیا مې مزل ته دوام ورکړ تر دې چې د کرمانشاه په لاره همدان ته راورسیدم. ورپسې د ایران مشهد ته راغلم او د کهسان په لاره هرات ته راورسیدم. له هراته کندهار او ورپسې چمن او د یارو سیمې ته راغلم. له هغه ځایه مخامخ خپل کلي چنلیز ته راغلم.

دا وخت چې ما یو کال د حج په سفر تیر کړی و، بیا مې هم ټینګه اراده و چې له کافرانو سره به جهاد کوم او د شهادت مرګ مې ارمان و. ما خپله توره چې په کور کې خوندي کړې وه هغه مې را وایسته. د دوکۍ سیمې اوسیدونکی مولوي عبدالغفور اخندزاده زما پیر او مرشد و، زه څه وخت د هغه ځای ته لاړم او څو شپې مې ورسره وکړې.

کله چې بیرته خپل کلي چنلیز ته راغلم، نو ومې لیدل چې زموږ کلي ته نږدې انګریزانو پوځي کیمپ جوړ کړی دی او خیمې یې درولي دي. د انګریزانو په لیدلو مې جهادي جذبه راپورته شوه، مخامخ کورته لاړم او خپله توره مې را واخیسته. د شپې په څلور بجې تک تنها د انګریزانو دکیمپ په خوا ور روان شوم. پر کیمپ را تاو شوي تارونه مې غوڅ کړل. لومړی په یوه خیمه ورغلم او په پیره دارمې د تورې ګوزار وکړ. پیره دار په ټوپک ووهلم خو ما خیمه په توره څیرې کړې او منځ ته ورننوتم. په خیمه کې په پرتو عسکرو مې توره راسمه کړه، درې تنه عسکر مې ځای په ځای ووژل، په څلورم عسکر مې هم د تورې وار وکړ خو دا وخت پیره دار د ټوپک ډز راباندې وکړ، زه زخمي شوم او د ژامې هډ مې مات شو. زه ځای په ځای ولویدم او بې سده شوم.

انګریزانو زه روغتون ته وړی وم او څو میاشتې یې علاج راباندې کاوه تر دچې روغ شوم. بیا یې له مانه تحقیقات شروع کړل، قسماقسم تعذیبونه او تکلیفونه یې راکړل، خو زما دغه یو بیان او تحقیق دی چې زه په خپله خوښه راپورته شوی یم، ما له کافرانو سره غزا کوله او دا مې د ژوند تر ټولو ستر ارمان و.

د پنځه ویشت کلن تورزن مجاهد فتح خان په اړه د هغه وخت انګریز پولیټکل ایجنټ (میجر سي، او، بروس) فرمان صادر کړ چې فتح خان دې د مرګ تر وخته په دار را ځوړند کړل شي. له مرګ وروسته دې د هغه جسد د زندان په احاطه کې تر خاورو لاندې شي او خاورې دې داسې پرې هوارې شي چې قبر یې هیڅوک هم پیدا نه کړای شي.

د دوسیې دمعلوماتو له مخې د دې حکم په اساس د ۱۹۱۸ میلادي کال د دسمبر په شپاړسمه د سهار په اته نیمې بجې غازي فتح خان په دار راځوړند شو او په شهادت ورسول شو.

ځوان اتل فتح خان له دنیا لاړ، خو خپله ایماني وظیفه یې ترسره کړه، د دین اواولس په دښمنانو یې خپل زړګی یخ کړ، که څه هم هغه په خپل وخت کې باغي او دهشتګر وبلل شو او په همدې جرم په دار وځړول شو. خو د اوسني نسل لپاره هغه اتل دی چې د تاریخ په کتابونو کې یې نوم په روښانه ټکو لیکل شوی دی. انګریزانو د هغه د قبر د آثارو په محو کولو سره کوښښ وکړ چې هغه اتل دتاریخ له حافظې محو کړي. خو حقیقت کله څوک پټولی او محو کولای شي. دا دی د هغه ګمنام اتل د نوم د ژوندي پاته کیدلو لپاره خپله د انګریزانو دوسیې سبب شوې. چې تر ننه یې کارنامې ژوندۍ راپاته دي.

دغه ټول جریان که د نن سبا له حالاتو سره مقایسه کړو ډیر څه ترې زده کیږي. هغه دا چې د نن مجاهدین چې دنیا یي باغیان او دهشت ګر بولي سبا به د خپل اولس او اسلامي تاریخ لپاره د ویاړ څلي او د افتخار منارونه وي او د غازي فتح خان په شان به یې اولسونه په کارنامو ویاړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا توله د تاريخ تكرار دى .
زمونژ نبي مبارك رسول الله ص يي په كومو نومو يادوه، دايي هم هغه باغيان چي پورته ذكر شوي ، روسانو أو كمونستانو به اشرار ورته ويل ، نن يي دهشتكر أو په نورو نومو هم يادوي .
رابه شي هغه وخت چي دوي به ذليله وي أو مظلومان به د قدر خاوندان وي. إنشاءالله