
هلمند: چادونه کې د ولسي جرګې د نوماند په ګډون ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل): په هلمند ولايت کې د ولسی جرګې د يو نوماند په ټاکنيز دفتر کې چاودنې ۸ تنه وژلي او ۱۱ نور ټپيان کړي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنيو ته وويل چې دغه پيښه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې د سولې څلور لارې ته څېرمه د ولسي جرګې د يو نوماند صالح محمد خان اڅکزي په ټاکنيز دفتر کې هغه مهال رامنځته شوه چې دغلته د ټاکنيز کمپاين غونډه روانه وه.
د والي وياند وايي چې په دغه پيښه کې اته تنه ولسي وګړي وژل شوي دي او د نوماند په ګډون ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
عمر ځواک وويل دا نه ده معلومه چې چاونه څنګه رامنځته شوې ده خو د پيښې په اړه به نور معلومات وروسته له رسنيو سره شريک شي.
ددغې پيښې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.