افغانستان

دوهم تعقيب: د ولسي جرګې نوماند د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۷ تلې ۱۳۹۷ل):په هلمند کې د ولسي جرګې د نوماند په ټاکنيز دفتر کې د چاودنې له امله يو نوماند ووژل شو.

دغه چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا ۳ بجې د ولسي جرګې د نوماند صالح محمد خان اڅکزي په ټاکنيز دفتر کې وشوه.

تر دې وړاندې د هلمند ولايت وياند عمر ځواک ويلي وو چې په دغه چاودنه کې اته تنه وژل شوي او د ولسي جرګې د نوماند په ګډون ۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

خو سيمه ييزې سرچينې وايي چې وايي چې اڅکزي د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

څو ورځې وړاندې هم له هلمند څخه د ولسي جرګې يو بل نوماند دوست محمد خدمتګار هم په يوه چاودنه کې ټپي شوی و چې اوس په هندوستان هيواد کې تر درملنې لاندې دی.

د يادونې وړ ده چې تيره اوونۍ هم په ننګرهار کې د يو نوماند په ټاکنيزې غونډې چاودنه وشوه چې له امله يې تر پنځوسو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پيښې مسؤليت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x