افغانستان

څېړنه: کابل کې ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنو باور نه لري، ۴۰ سلنه نور شکمن دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷تلې، ۱۳۹۷ل): کابل کې د راتلونکو ټاکنو په اړه تازه څېړنه ښيي، ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنو هیڅ باور نه لري او ۴۰ سلنه نور هم د رایو د ضایعه کېدو اندېښنې اخیستي دي.

په کابل کې د دادرس په نوم مدني ټولنې له خبریالانو سره د خپلې سروې د شریکولو پر وخت وویل، د سروې په اوږدو کې يې له دوه زره کسانو پوښتنې کړې چې اتیا سلنه يې لوستي و.

د دې ټولنې مشر محمد رضا عاصم وویل، د ټاکنو څرنګوالی او د موجوده وکیلانو کړنې هغه څه دي چې ولسي باور يې زیانمن کړی دی.

په داسې حال کې چې ټاکنو ته یوازې دوولس ورځې پاتې دي، پر یاده پروسه باور مخ پر ځوړ روان دی.

په ولسي جرګه کې د کابل لپاره ۳۳ چوکۍ شته، چې لپاره يې تر زرو ډېرو کسانو ځانونه نوماندان کړي دي.

دغه ټولنه وايي دې سلګونو نوماندانو کې یوازې ۲۳ نوماندان د قانون جوړونې په اړه د پوهې، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي معلوماتو له امله غوره نوماندان دي.

یاده دې وي طالبانو هم د راتلونکو ټاکنو په اړه خپره کړې اعلامیه کې پر خلکو غږ کړی، چې له ټاکنیزو مرکزونو لرې واوسي او دا مرکزونه د دوی سرتېرو ته نظامي اهداف دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x