
له ثبت شويو کوچیانو پنځوس سلنه رایه نهشي ورکولی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷تلې، ۱۳۹۷ل): د کوچیانو چارو ریاست وايي د ټاکنو قانون ته په کتو هغو کوچیانو چې د رایو لپاره نومونه لیکلي، پنځوس سلنه يې رایه نهشي ورکولی.
د دې ریاست ویاند عبدالله واحدیار وايي، ټاکنې په داسې وخت کې را ورسېدلې چې ګڼو کوچیانو له یخو سیمو نه ګرمو سیمو ته کډې کړې دي.
هغه وویل، د ټاکنو کمیسون د دې قانوني مادې پر اساس چې رایه ورکوونکی باید په هغه مرکز کې رایه ورکړي، چې چېرته يې نوم لیکنه کړې وي.
د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات وايي دوی د کوچیانو له مشرانو او استازو سره هوکړې ته رسېدلي او هغوی منلې چې کوچیان به هم د دې قانون تابع وي.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم وايي چې دوی دا اندېښنه د ټاکنو کمیسیون له مسؤلینو سره شریکه کړې ده.
د دې بنسټ اجرایئوی مشر یوسف رشید وايي د ټاکنو کمیسیون باید ژر تر ژره هغه کوچیان معلوم کړي چې ځایونه يې بدل کړي دي او په نوي ځای کې ورته د رایه اچونې حق ورکړي.
په ولسي جرګه کې د کوچیانو لپاره ۱۰ چوکۍ ځانګړې شوې، چې اوس ورته ۴۴ تنو ځانونه نوماندان کړي دي.