افغانستاننړۍ

هند: له حکومته د مرستې په تمه، د یو مقتول ټولې کورنۍ اسلام پرېښود

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷تلې، ۱۳۹۷ل): د هندوستان د اتر پردېش ایالت د باغ پت ښار ته څېرمه پور نواډا کلي کې یوې مسلمانې کورنۍ د عدالت موندنې په لټه اسلام پرېښود.

د دې کورنۍ مشر اختر علي، چې اوس يې پر ځان نوم درم سینګ ايښی دی، وايي کورنۍ يې د اکتوبر په دویمه اسلام پرېښود.

دی وايي تېره جولای کې يې د ۲۲ کلن زوی ګلشن مړی وموندل شو، خو پولیسو يې په اړه پاڼه وانه ړوله او غږ يې نه اوري.

دوی چې د «یووا واهني بهارت» ډلې له دینه اړولي، هغوی ورته یو کور د موقت وخت لپاره ورکړی او د عدالت ژمنه يې ورسره کړې ده.

د اختر علي بل زوی دلشاد چې اوس يې پر ځان دلیرسینګ نوم ايښی دی وايي له دوی سره د ډېرې همکارۍ ژمنې شوې او د وژل شوي ورور لپاره يې انصاف غواړي.

د دلشاد مېرمن رقیه وايي، د کور ټول غړي يې هندوان شوي، خو که هرڅه کېږي دا به مسلمانه پاتې وي.

د هندوستان حکومت دوه میاشتې وړاندې هم امر کړی و، چې د څلور میلیونه مسلمانانو تابعیت به بېرته واخلي او له هنده به يې وشړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

دلته په افغانستن کی هم کله چه خلک د طالبانو کردار، انتحار، بیرحمی او وژنه وینی نور ډیر خلک اوس دا کوشش کوی چه لدی بدی لاری چه طالبان ورته اسلام وایی خانونه ګوشه کړی. ځکه اوس په نږی کی د اسلام نوم ډیر بد شوی او حتی خلک پری شرمیږی. دا ټول د طالبانو له وجی.

Karwan

لونګ خانه، ډير بي وجدانه انسان ئي، اصلان هيځ عقيده نه لري. ستا عقيده ددالرو او وياګرا شنو ګولويو سره تړلي ده. يو ځوک چه په خداي ج او اسلام عقيده لري، هغه که هر مشکل ولري، اما دخپلي عقيدي څخه به تير نشي. ستا بيدينه حکومت خو هم ځان ته مسلمان وائي اما ظلمونو ته ئي وګوره. نو که داسي وي ، د حکومت له ظلمه دي خلک له اسلام نه تير شي. ته لعنتي ناولي د پاکو مجاهيدينو پسي په ډيره سپينسترګي تبليغات کوي
کاروان

غلام حضرت

وروره پدې کیسه می سر نه خلاصیږی، آیا دا کورنۍ د مصلحت په اساس هندوئیزم غوره کړیدی او مؤقتاً د ستونزی د حل پخاطر ئې دا کار کړیدی او که څنګه؟ زه د هندوئیزم په هکله زیاد معلومات نلرم خو دومره پوهېږم چه یو هندو کولای شی مسلمان شی خو یو مسلمان نه شی هندو شی ځکه: یو هندو نر به درد وزغمی او خپل تېره کلاشنکوف به پڅ کاندی خو یو مسلمان ته به ناشونی وی چه خپل پڅ کلاشنکوف تېره کاندی،په بل عبارت معلومه خبره ده چه تر اوسه داسی طبی تکنولوژی نده رامنځته شوې چه د یو… نور لوستل »

غ.حضرت

لونګ صاحب!زه هم تر هغه د طالب څخه مرَوَر یم څو د ظالمانه او مزدورانه کړنو څخه ئې لاس نه وی اخیستی. څو کاله مخکی د کومی فاتحې د مراسمو تر ګډون وروسته می یو پښتون ځوان مخی ته ودرېد او رانه ئې وپوښتل چه ته ولی د طالب دښمن ئې حال داچي ځان هم مسلمان بولې او هم پښتون؟ په ځواب کی می ورته وویل چي (وروره د همدې دوو څیزونو ته د صدمې او ضرر د خواشینی پخاطر د طالب د کړنو خلاف یم). امّا ستاسی د ناسالم او غیر منطقی نظر په هکله باید ووایم چي: که… نور لوستل »

مهمند

هغوی چه غیر شعوری د طالب مجاهدینو په ضد څه لیکی کیدی شی د دجالی میدیا او تبلیغاتو څخه متاثر شوی مګر په څو لسیزو کی هم نه پوهیږی معلومیږی چه دماغی ستونزی به خامخا لری. مګر هغوی چه د دالرو او مقامو لرلو او یا ترلاسه کولو د پاره د هغه چا په مقابل کی چه خپل سرونه یی په لاس کی نیولی یعنی د الله ج په لیاره کی له سرونو او مالونو تیر دی او دغه بدمرغه د دالرو بندګان یی په اړه ناسمی ارزونی کوی د دوی جنګ د الله ج سره دی او د الله… نور لوستل »

Karwan

دنن.اسيا دمحترمو چلونکو څخه هيله لرم، چه زما لنډي ليکني نشرکړي. زه دکومي عقدي او شرارت له مخي ليکنه نه کوم، بلکي ځيني وخت مجبور شم، چه بعضي شريرو ، بي منطقه او اسلام دوښمنه عناصروته يوڅه وليکم. څو ساعته وړاندي مي “لونګ” ته يو څو کرښي وليکلي، متأسفانه چه تاسو نشرنکړي!
په درناوي کاروان

مطیع الله

دغه یوه عفیفه او سپېڅلې رقیه چې مسلمانه پاته شوېده ترټولو هندوانو بهتره ده او لوړ مقام لري. دېټه وایې ستره قرباني چې هیڅکله هم د مادیاتو او عیش و عشرت او دنیوي ژوند لپاره خپل پاک دین اسلام له لاسه نه ورکوي.

مهمند

زما په اند : دا یو احمق او بدمرغه انسان دی کورنی به یی دده په زور له اسلامه لاس په سر شوی او په ټوله کی به دوی له اسلامه هم پوره معلومات نه درلود صرف نومونه به یی د مسلمانانو وو. د پورتنی لیکنی د معلومات له مخی ، چه زوی یی چا وژلی او له حکومته یی عدالت تر لاسه نه کړو د حکومت په راست کی خو د هندوانو مشر د مسلمانانو سره متعصب هندو ( مودی ) قرار لری چه عدالت یی ورسره نه وو کړی او دی هندو وی باید مسلمان شوی وی په… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx