دوه لوړپوړي پوځي چارواکي له ای ایس ای سره د اړیکو په تور زندانیان شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷تلې، ۱۳۹۷ل): په ختیځ کې د ۲۰۱ قول اردو دوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له استخباراتي شبکې ‏سره د اړیکو په جرم په شل – شل کاله زنداني شول. ‏

په دې قول اردو کې د استیناف محکمې نن پر یادو کسانو دغه حکم جاري کړ. ‏

د دې قول اردو د پلي لوا د درېیم کنډک قومندان ډګروال شامحمود او د دې کنډک د ثقلیه ټولي قومندان تورن نذیر الله دوه کاله ‏وړاندې پر پورته تور نیول شوي و.‏

په محکمه کې د دې کسانو مدافع وکیل توريالي مقنن وویل چې مؤکلین يې په زور اعتراف ته اړ شوي دي او د ملي امنیت له ‏لوري سخت شکنجه شوي دي. ‏

تورنو کسانو هم وویل، چې اعتراف ترې په زور اخیستل شوی دی. ‏

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې هم د دې قول اردو د څلورمې لوا د یو ټولي قومندان د وسلو د غلا په جرم پر لس ‏کاله بند محکوم شو. ‏

یاده دې وي د پوځي چارواکو تر څنګ وزیران، وکیلان او د ګڼو ولایتون والیان هم د بېلابېلو هېوادونو د استخباراتو پر جاسوسۍ تورنېږي، چې ډېری يې د هماغو هېوادونو تابعیتونه هم لري. ‏

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د