افغانستان

د امریکا سفیر: ټاکنو کې ۲۰ مشاورین زموږ دي؛ خو ټاکنې زموږ نه دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو په اړه د طالبانو تر ګواښ وروسته د امریکا سفیر په غبرګون کې ويلي، چې ټاکنې په دوی پورې اړه نه لري، یوازې شل ‏سلاکاران پکې لري. ‏

جان باس پر ټاکنو برید پر «افغانانو» برید بللی او دعوه يې کړې چې دا یوه «ملي» پروسه ده. ‏

د امریکا سفیر ویلي، ټاکنې د دوی په لومړیتوبونو کې راځي او د خوندیتوب لپاره به يې هڅې وکړي. ‏

طالبانو تېره ورځ پر افغان ولس غږ وکړ، چې ټاکنیز مرکزونه د دوی لپاره نظامي اهداف دي او هڅه دې وکړي چې ترې لرې ‏واوسي. ‏

د کورنیو چارو وزارت هم د طالبانو دې ګواښ ته غبرګون ښوودلی او ويلي يې دي، د ټاکنیزې پروسې د خوندیتوب لپاره يې ۵۴زره ‏عسکر ګمارلي دي. ‏

د امریکا سفیر مني چې په ټاکنیزه پروسه کې خپل شل سلاکاران لري، خو د دې تر څنګ دعوه کوي چې په ټاکنو کې به افغانان ‏‏«پخپله خپل برخلیک ټاکي.»‏

دا په داسې حال کې دی چې تازه د دادرس مدني ټولنې له لوري یوازې پلازمېنه کابل کې ترسره شوې سروې ښيي، چې ۶۰سلنه ‏خلک پر ټاکنو باور نه لري او ۴۰ سلنه نور مشکوک دي.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

په وارو وارو امريكايانو داسي خبري كريدي ، چي سمدم افغانانوته دا ثابته كي چي تاسي غلامان ياست أو هرسه زمونژ په لاس كي دي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x