افغانستاننړۍ

چین: شراب نه څښل هم؛ مسلمان د زندان تیارو ته ټېل وهي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷تلې، ۱۳۹۷ل): چین کې له مسلمانانو سره د بد چلند په اوږدو کې د شرابو نه څښل هم د دې علت کېږي چې مسلمانان د زندان د تمبو شاته ټېل وهي.

اذان انلاین ویبپاڼه؛ د فرانسوي رسنیو په حواله لیکي، چيني دولت د مسلمانانو د زنداني کولو لپاره اوږد لیست جوړ کړی چې ۴۸ موارد يې افشا شوي دي.

چيني حکومت د ایغور، کزاکي او نورو مسلمانانو لپاره ځانګړی زندان جوړ کړی، چې شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان پکې خورا بد وضعیت کې زندانیان دي.

دوی دا زندان د مسلمانانو د «سمون» په پلمه جوړ کړی او «د سیاسي کلتور زده کولو» نوم يې پرې ایښی دی.

سرچینې د پخواني چیني مېشتې لیکوال ټې ګري؛ په حواله لیکلي، چیني حکومت د مسلمانانو په موبایلونو کې جبراً اپلیکېشنونه انسټالوي او هر ځای کې يې چارې څارل کېږي.

دغه لیکوال وايي، له ۴۸ مواردو څخه که مسلمانانو خېمه لرله، کور کې يې اضافي خواړه لرل، پړی يې درلود، واټساپ يې درلود، ډېر بچیان يې لرل او چيني چارواکو ته په خپلو کورنو کې يې د څملستلو اجازه نه ورکوله نو مسلمان باید له محاکمې پرته زنداني شي.

پر دې سربېره، شراب نه څښل، سګرټ نه څکول، د خپلوانو د مړيني پر وخت عامه ځایونو کې ژړا، بهر ته سفر کول، له داسې چا سره خبرې کول چې بهر ته يې سفر کړی وي یا هغه کس وپېژني، په بهر کې ډکه شوې ویډیو لیدل، له چارواکو سره له نوم لیکنې پرته د کورنۍ د څو غړو را بلل او له داسې چا سره اړیکه لرل چې په دې کارونو کې يې کوم ترسره کړی وي؛ هم د دې علت کېږي چې مسلمان زنداني شي.

ټي ګري لیکلي، چیني حکومت له ۴۵کلونو د ښکته عمر لرونکې ښځې حجاب درلودل، لمونځ کول، روژه نیول، دیني درسونو ته غوږ نیول، په اسلامي طریقه د مړو ښخول، په ښوونځي کې په مورنۍ ژبه خبرې کول او داسې جامه اغوستل چې عربي توري پرې لیکلي وي، هم منع کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د چین ګاونډي هندوستان هم د میلیونونو مسلمانانو د تابعیت د لغوې هوډ کړی او سخت چلند يې د روانې میاشتې په دویمه بشپړه کورنۍ له اسلامه واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جانان

چین د مارکسیزم او کاپیټالیزم یو تریخ ترکیب او عجین دی.عجیبه ده، پدې مارکسیسټی هیواد کی چه د فرهنګی انقلاب تر نوم لاندی پکی ستری فاجعې رامنځته شویدی د اقتصادی ستونزو د لیری کولو په موخه د تبشیری فعالیت مخه نده نیول شوی او په میلونونو ملحد چینایان مسیحیت ته ګرَو شویدی خو د فرهنګی تصفئې تر نوم لاندی مسلمانی پرګنې ټکول کیږی.
د اسلامی عقائدو په اساس چین به د آخرالزمانی فتنې د مجموعې یوه برخه وی چه نوم ئې دی یأجوج او مأجوج.

جميل

چينايان دير ظالم خلك دي، چي يو مثال يي چنگيز و. چينايان به په ١٠-٢٠ كلوكي قوي تكنالوژي ولري چي د سياليانو سره به سيالي وكولاي شي. دوي به هم زانته سوپر پاور وايي أو نورو غوندي به وغواري چي خپل قدرت نورهم پراخ كي، دوي به هم مسلمانان أو اسلام بهانه كي او پر افغانستان به حمله وكي،دوي به وايي چي داسلام زورور مورچل همدادى. سنگه چي توني بلير د انگيزانو دوزيرانو پخواني مشر په هلمند كي خپلو عسكروته ويل چي: كه مو دلته تروريست ته ماته وركره نو په توله دنيا كي مو ماته وركره ،سنگه چي وينو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx