حضرت ځاځي د افغانستان غوره لیګ تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ووهله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان غوره لیګ په سیالیو کې د ننګرهار لیپرډز او د کابل ځوانانو لوبډلې مخامخ دي چې ننګرهار په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

د کابل ځوانانو په ځواب کې د حضرت الله ځاځي په مرسته په زړه پورې چټکه لوبه پېل کړه، چې په کې ځاځي په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه ووهله، په دې کې ۴ سترې شپږیزې او ۵ څلوریزې شاملې دي.

دا د افغانستان په غوره لیګ کې تر ټولو چټکه نیمه سلیزه شوه، سره له دې چې ننګرهار لوبډله په یاد لیګ کې تر ټولو غوره توپ اچونکي لري، له دې وړاندې راشد خان په ۲۳ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه.

حضرت الله ځاځي پر تکړه سوکه توپ اچونکي مجیب الرحمن په دوه اورونو کې ۳ شپږیزې او ۲ څلوریزې ووهلې، همدا ډول یې له نیوزېلنډي میچل میکلینګن څخه په یوه اور کې ۲۰ منډې واخیستې.

چپ لاسي ځاځي په داسې حال کې نیمه سلیزه ووهله چې د کابل ځوانانو ټولې منډې ۶۰ وې، په دې کې لوک رونکي یوازې ۴ منډې جوړې کړې وې.

کابل ځوانانو د ۱۸۹ منډو په هدف پوره کولو کې تر دې دمه په ۵ اورونو کې ۸۹ منډې جوړې کړي، دوی ته په ۱۵ اورونو کې د ۱۰۰ منډو اړتیا ده، له دې څخه ځاځي ۷۶ منډې جوړې کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د