حضرت الله ځاځي د «ای پي ایل» لومړنۍ چټکه سلیزه په خپل نوم کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان غوره لیګ په شپږمه سیالۍ کې د کابل ځوانانو تکړه چپ لاسي توپوهونکي حضرت الله ځاځي د یاد لیګ لومړۍ او چټکه سلیزه په خپل نوم کړه.

حضرت الله ځاځی لومړنی لوبغاړی شو چې په افغان غوره لیګ کې سلیزه وهي، نوموړي په ۴۴ توپونو د څلوریزې په مرسته سلیزه پوره کړه، په دې کې یې ۶ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې شاملې دي.

د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې د ننګرهار ليپرډز او کابل ځوانانو ترمنځ سیالۍ پېل شوې چې ننګرهار لوبډلې کابل ځوانانو ته د ۱۸۹ منډو هدف ټاکلی، د کابل ځوانانو د یاد هدف پوره کولو ته په زړه پورې توپوهنه وکړه چې دا مهال یې په ۱۲ اورونو کې ۱۴۸ منډې جوړې کړي، او یوه ویکټ یې له لاسه ورکړې ده.

له دې وړاندې حضرت الله ځاځي په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه پوره کړه، چې د یاد لیګ تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ده، له ده وړاندې راشد خان په ۲۳ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه، حضرت ځاځی د راشد خان تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبه کوي.

حضرت ځاځی دا مهال په ۴۷ توپونو ۱۰۹ منډې جوړې کړي، ۷ یې شپږیزې او ۱۲ یې څلوریزې وهلې دي او لا هم نه دی سوځېدلی، دوی ته دا مهال په ۴۶ توپونو د ۳۴ منډو ته اړتیا ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د