افغانستان

پوهنې وزارت: د ښوونکو معاشونه به د مو بایل له لارې اجرا کېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت وايي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره يې داسې تړون لاسلیک کړی، چې له دې وروسته به د ښوونکو معاشونه د موبایل له لارې اجرا کېږي.

د دې تړون د لاسلیک پر مهال د مخابراتو وزارت وزیر شهزاد ګل اریوبي وویل، په دې تړاو يې له افغان بې سیم او روشن شبکو له شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.

هغه وايي په دې ډول به په کابل کې ۴۳۰۰۰ او هرات، بلخ، تخار، پکتیا، خوست، لغمان او بدخشان کې ۷۶۰۰۰ ښوونکي د مو بایل له لارې معاشونه تر لاسه کړي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي له دې چارې سره به د ښوونکو دقیقه شمېره په ډاګه شي، معتمدین به لرې کړل شي او کارونه چټکتیا پیدا کړي.

د مخابراتو وزارت د مسؤلینو په وینا په دې سیستم کې د نوم ثبتونې لپاره به ټول ښوونکي له بایومټریک وروسته راجستر کېږي.

په ورته وخت کې ګڼ شنونکي دا بریالی سیستم نه بولي او زیاتوي له پلازمېنې کابل پرته په ولایتونو کې مخابراتي شبکې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

که ژور فکر وشي دې لعنتیانو بیا رشوت او بې منطقي ته لاره جوړه کړه ! حتا ددوی په باداري ملکونو کې هم داسې احماقت وجود نلري ! شیطان ورکړې څوک یې په سر خیځي او څوک دلکۍ له لاري!! تف لانت

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x