ناټو وايي د جګړې د خصوصي کولو نیت نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي د جګړې د خصوصي کولو لپاره هیڅ ډول پلان نه لري او مخالف يې دي.

د ناټو ملکي استازي زېمېرمن پژواک ته ويلي، دوی له افغان عسکرو سره ژمنه کړې چې تر اوږد مهاله به يې ملګرتیا کوي، په وینا يې جګړه به خصوصي نه کړي.

څو ورځې وړاندې د امریکايي جګړه مارې کمپنۍ بلک واټر مشر په افغانستان کې له یو خصوصي تلویزون سره په خبرو کې د جګړې د خصوصي کېدو وړاندیز وکړ، چې غبرګونونه يې را وپارول.

د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني هم د جګړې د خصوصي کېدو مخالفت وکړ او پخپل مخصوص انداز يې وویل«په زر کاله کې به هم جګړه خصوصي نه شي.» خو ويې ونه ویل چې د جګړې اوږدولو ته يې لس پېړۍ په نیت کي دي؟

د ناټو استازي د ټاکنو په اړه هم یادې سرچینې ته ویلي، دوی به پخپل روزل شویو افغان عسکرو غږ وکړي چې د دې پروسې ساتنه وکړي.

هغه وویل دم‌ګړۍ د دوی ۱۶زره عسکر د جګړې لپاره د افغان عسکرو پر روزلو، مشورو او تمویل بوخت دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د