نړۍ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې استعفی ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي له خپلې دندې استعفی ورکړه.

هغه چې د ټرمپ د ادارې مهمه غړې بلل کېږي، پرون (د اکتوبر نهمه) ناوخته له خپلې دندې استعفی ورکړه او علت يې هم په ډاګه شوی نه دی.

ځينې راپورونه وايي هغې څو ورخې وړاندې له ټرمپ سره لیدلي دي، ښايي د استعفی په اړه يې هم ورسره خبرې کړې وي.

نیکي هیلي چې د اسرایئلو سرسخته پلوۍ بلل کېدله، د تېر میلادي کال په جنوري کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره وټاکل شوه.

هغې تر دې وړاندې په جنوبی کيرولاینا ایالت کې ولایت هم کړی دی.

نیکي هیلې د خپلې دندې په اوږدو کې د بشري حقونو په شورا کې د امریکا غړیتوب هم ختم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x