عمر مختار څوک وو؟(اوله برخه)

ژباړه : عبدالسمیع درانی

زوکړه او وړکتوب
عمر د مختار زوی، د عمر الهلالي لمسی، په « عمر مختار» مشهور وو، چې لقبونه یې د شهیدانو شیخ، د صحرا زمری او د مجاهدینو شیخ دي. د عربي نړۍ او اسلام ستر مبارز د ۱۸۶۲ میلادي کال د اګیست میاشتې په ۲۰مه، یا هم په بل روایت؛ په کال ۱۸۵۸ میلادي د شنه غره، د جنزور کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی.
پلار یې( مختار د عمر زوی) چې د منفه قبیلې له فرحات کورنۍ څخه وو؛ په غیرت، ښه اخلاقو او لوی واليشهرت درلود. له همدې امله هغه لږ وخت چې د عمر مختار تربیه او پالنه یې ترغاړه وه، دی یې د سنوسیه اسلامي خوځښت، چې سرچینه یې قرانکریم او نبوي سنت وو، تربیه کړ.
پلار یې د حج په سفر وو چې وفات شو، خو تر مرګ مخکې یې خپل ملګري( احمد غریاني) چې د “زاویه” کلي د مشر ورور وو، داسې وصیت وکړ چې دده ورور ( شیخ حسین د عمر زوی) ته دا ورسوي چې د ده تر مرګ وروسته یې د دوو زامنو (عمر او محمد ) پالنه او روزنه پر غاړه واخلي.
احمد غریاني د مختار وصیت د ده ورور( شیخ حسین د عمر زوی) ته ورساوه، شیخ حسین د ورور په کړي وصیت کې ځنډ ونه کړ او د عمر او محمد پالنه یې پیل کړه. دوی دواړه یې د “زاویه” ښار په مدرسه کې شامل کړل. ورسته له دې عمر مختار د تره له زامنو سره د درس لپاره د “الجغبوبی”تعلیمي مرکز ته لاړ.
عمر مختار په وړکوالي کې د خپلو استادانو پام ځان ته واړاوه، دی داسې یتیم وو چې خلک یې د قرانکریم لوستلو او یتیم پالنې ته رابلل، ترڅو د یتیم والي بده دوره لږ پرې اسانه شي.
دی لا وړوکی وو چې نبوغ او تکړه توب په کې را څرګند شو، دې کار ده ته د”جغبوب” تعلیمي مرکز استادانو پاملرنه زیاته کړه. “جغبوب” د علماوو، ادیبانو او مفکرینو د راټولېدا ځای وو او د مسلمانانو د اولادونو د روزنې او پالنې دنده یې تر غاړه وه. ترڅو یې د اسلام رسولو ستر مسولیت ته تیار کړي.
د “جغبوب” تعلیمي مرکز زده کوونکي له کلونو اسلامي روزنې او پوهنې وروسته، د لیبیا او افریقا بیلابېلو سیمو ته د دعوت او دیني تدریس په موخه تلل. عمر مختار اته کاله په همدې مرکز کې وو، اسلامي علوم یې ولوستل.په حدیث، فقه او تفسیر کې لارښود شو.
د عمر مختار مشهور لارښوونکي د “زروالي مغربي”، “شیخ سعید جواني”، “علامه فالح” په څیر پېژندل شوي استادان وو، چې ټولو یې د عمر مختار په ذکاوت، هوښیاري او له دعوت سره مینې باندې ګواهي ورکوي.
عمر مختار په کار کولو کې مینه او اخلاص درلود، د ټولګیوالو یې نهیادیږي چې ده دې د نن کار سبا ته پرېښی وي.
دی په صبر، ټینګوالي او جدیت باندې مشهور شو، همدې خصوصیاتو د استادانو او یارانو پاملرنه ده ته واړوله.
عمر مختار لا ځوان وو، چې د خپل ماحول په اړه یې ډیر څه زده کړل، داسې علم نه وو چې دی دې نه پرې پوهیږي، د قبیلو تر منځ اړیکو نیولې بیا تر غرنیو لارو، نبات پیژندنې پورې یې ډیر څه زده کړل.
دیدهر قوم او ټبر پر پېژند نښو او خواصو پوهېده، او دا نښې به بیا په اوښانو، میږو او غواوو ځړیدې چې د هر چا په کې معلومې وي. همدا پېژندګلوي د عمر مختار پر هوښیاري او ځیرکتیا دلالت کوي.

اخلاقي ځانګړنې
ونه یې تر میانې لږ څه لوړه وه، نه ډیر ډنګر وو، نه ډیر چاغ. نیولی غږ، غرنۍ لهجه او صاف بیان یې درلود. خبرې یې منظمې او په ترتیب وې، ګډوډي په کې نه لیدل کېده. د خبرو پر مهال د موسکا له امله یې د مخې غاښونه له وقاره ډک ښکاریدل.
ګڼه ږیره یې درلوده، له ځوانیه یې پرېښې وه. دروند او عزتمند وو، کار ته زبردسته پاملرنه په ده کې لیدل کېده. منظمې او مرتبې خبرې یې کولې. کارونو او چارو کې یې تفکر درلود. دا ځانګړنې د ده د عمر له ډیرېدو سره زیاتیدې.

عبادت او د قرانکریم تلاوت
عمر مختار ډیر کوښښ درلود چې لمونځ پر خپل وخت ادا کړي. ده ته “شیخ محمد سنوسي” ویلي وو چې ستا ذکر قرآنکریم دی، ده هم په اونۍ کې یو ځلې قرانکریم ختمولی.
د قرانکریم په تلاوت همیشه والی د ده د قوي ایمان او د د ده پر زړه باندې د قرانکریم اثر کیسه کوي. همدا وو چې د قوي ایمان له امله په ده کې غیرت، ریښتونولي، له ظلم سره مقابله، عاجزي او امانت داري غوندې نیک صفتونه راټول شوي وو.
ده همیش د الهي اوامرو په عملي کولو کې عجله کوله، د سهار لمونځ ادا کول یې پر ځان لازمي کړي وو، ټوله ورځ پر اوداسه ګرځېده؛ لکه دی چې وایي: له کومه چې السنوسیه ډلې سره یوځای شوی یم، نه مې یادیږي چې له کوم مشر سره یې بې اوداسه مخامخ شوی یم.
“محمود الجهمي” د عمر مختار د سنګر ملګری په خپلو خاطراتو کې لیکي: ما له عمر مختار سره یو ځای ډوډۍ خوړه او یوه کوټه کې ویدېدو، هېڅ مې نه دي یاد چې دی دې تر سهار ویده شوی وي. د شپې تر ۲ یا دریو بجو ورهاخوا نه ویده کېده. ډیری وخت به نیمه شپه کې پاڅېد، اودس به یې وکړ او تلاوت ته به یې دوام ورکولی.
عمر مختار ډیر نیک اخلاق لرل، تر ټولو بارزه ښېګڼه یې له الله تعالی ویره وه. ده د مجاهد ټولې ښېګڼې لرلې.
“محمد طیب اشهب” د عمر له نږدې ملګرو څخه دی، دی وایي: ما هغه ښه پېژانده، همدا سبب شو چې نږدې اړیکې سره ولرو. زه ده سره پر یوه څادر ویده کېدم، هغه څه چې زه به یې زورولم؛ ځکه چې ځوان وم، د عمر مختار غږ او ګرځېدا وه. ځکه ده هره شپه تلاوت کاوه، سهار به وختي پاڅېد او مونږ ته به یې د اوداسه امر کاوه، سره له دې چې د سفر ستونزو او یخې هوا به مونږ زورولو.
دی زیاتوي: له هغو دلایلو چې عمر مختار ته یې ټینګښت او ثبات ور بښلی وو، هغه له قرانکریم سره مینه او د قراني احکامو عملي کول وه.
لکه څنګه چې قرانکریم د هدایت او استقامت چینه ده، عمر مختار هم په قوي ایمان او فکر سره قرانکریم تلاوت کاوه.
له همدې کبله الله تعالی ده ته ټینګښت ور بښلی وو او د ژوند تر پایه یې قرانکریم ملګری وو. کله چې د دار پر لور وړل کېدی؛ دغه آیت شریف یې تلاوت کاوه: «یااَیَّتُهَاالنَّفسُالمُطمَئِنَّةُارجِعیاِلیرَبِّكَراضِیَةًمَرضِیَّةً».

د اولي برخي پای …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د