افغانستان

بلخ: د عدليې په رئيس بريد شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): په بلخ ولايت کې ددغه ولايت د عدليې په رئيس ناڅرګندو وسله والو بريد کړی دی چې له امله رئيس او دوه ساتونکي ټپيان شوي دي.

د بلخ د عدليې رئيس سيد محمد جعفر مصباح باندې هغه مهال بريد وشو چې نوموړی نن سهار له خپل کور څخه خپلې دندې ته په لاره و.

مصباح رسنيو ته وويل چې ناڅرګندو وسله والو يې په موټر بريد کړی دی چې له امله يې دی له دوه نورو ساتونکو سره ټپيان شوي دي.

مصباح وويل چې خپله يې روغتيايي وضعيت ښه دی خو د ساتونکو ټپونه يې ژور دي او روغتيايي وضعيت يې د انديښنې وړ دی.

د بلخ امنیه قومندانۍ وياند شيرجان دراني هم پيښه تائيد کړه او ويلي يې دي چې وسله وال له سيمې څخه تښتېدلي دي او په اړه يې پلټنې روانې دي.

تر اوسه ددغې پيښې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x