افغانستان

سرپل: د سيمه ييز قومندان او پولیسو ترمنځ نښته کې ۱۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): په سرپل ولایت کې د يوه سيمه ييز قومندان او پوليسو ترمنځ نښته کې لږ ترلږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي چې په دې ولايت کې د پوليسو او خپلسرو سيمه ييزو وسله والو ترمنځ په نښته کې له دواړو لوريو لس تنه وژل شوي دي.

خرم وايي چې دا نښته ددغه ولايت په بلخاب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې په سيمه کې د قومندان مهدي په نامه يو تن خپلسري وسله وال د ولسي جرګې د يو نوماند د ټاکنيز کمپاين مخه ونیوله.

د خرم په وينا د دواړو لوريو ترمنځ تر ډیره وخته ډزې او جګړه روانه وه چې له امله يې ۱۰ تنه ووژل شول چې څو تنه په کې ولسي وګړي دي.

د سرپل امنيتي چارواکو هم منلې ده چې په سيمه کې بريد شوی دی خو د پيښې د تلفاتو په اړه يې نا خبري ښودلې ده.

د سرپل امنيه قومندان عبدالقيوم باقيزوی ويلي دي چې دغه قومندان تر دې وړاندې هم په سيمه کې ډير امنيتي مشکلات جوړ کړي وو.

د يادونې وړ ده چې د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې زورواکي او خپلسري وسله وال شته دي چې وخت په وخت ولسي خلکو او حکومت ته مشکلات جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x