افغانستان

د وردګو قومي مشران: په ملکي سيمو هوايي بريدونه د زغم وړ نه دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت قومي مشران وايي چې په جګړو کې ورته په ولسي وګړو او کورونو بمباري نور د زغم وړ نه ده.

ددې ولايت قومی مشرانو په جګړو کې د ولسي خکو په کورونو د هوايي بمباريو او چاپو په غبرګون په کابل کې غونډه جوړه کړې وه او له حکومت نه يې وغوښتل چې په ولسي خلکو او کورونو بريدونه او بمبارۍ ورته د منلو وړ نه دي او د ژر ترژره بندېدو غوښتنه يې وکړه.

دغو قومي مشرانو وويل چې له تيرو دریو مياشتو راهيسې یې په کورونو پرله پسې چاپې او بريدونه کيږي چې له امله يې سلګونه تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې دا حالت ورته نور د منلو وړ نه دی.

قومي مشران وايي چې دوه اوونۍ وړاندې د ميدان وردګ، جغتو ولسوالۍ ملا حفيظ کلې کې په يوه کور د هوايي بريد له امله يوازې د يوې کورنۍ ۱۲ غړي ووژل شول.

قومي مشرانو د افغانستان په حکومت غږ وکړ چې نور ورته دا حالت د زغم وړ نه دی او ژر ترژره يې په ولسي خلکو د بمباريو د بندولو غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې دوه اوونۍ وړاندې چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې په ولسي وګړو هوايي بريدونو زور واخيست، د خوږياڼو قومي مشرانو هم ورته غونډه جوړه کړې وه او حکومت ته يې ګواښ کړی و چې که په ولسي خلکو هوايي بريدونه ونه درول شي نو ولس به د دولت په وړاندې عام پاڅون وکړي.

د ميدان ودرګ ولايت د قومي مشرانو د غوښتنې په اړه تر اوسه دولتي چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x