افغانستان

افغان سوداګر په پراخه پیمانه خپلې سرمایې بهر ته لیږدوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ تلې ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د نا امنیو او سړي تښتونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې کورني او بهرني سوداګر خپلي پانګې له هیواده بهر، خصوصاً ترکیې او اماراتو ته انتقال کړي.

ویل کیږي چې په تیرو دوو کلونو کې د بل هر وخت په پرتله زیاته پانګه له افغانستان څخه بهر وړل شوي.

د طلوع نیوز د راپور سره سم، په دوبۍ کې د افغان سوداګرو ټولنه وایی، چې په هیواد کې د ناسمو شرایطو له امله سوداګر نشي کولای چې هلته پانګونه وکړي.

په دوبۍ کې د افغان سوداګرو د ټولني مشر عبیدالله سراجخیل، طلوع ته ویلي چې حکومت نشي کولای چې د نا امنیو او سړي تښتوني د پیښو مخه ونیسي، سوداګر مجبور دي چې خپلي پیسې متحده عربي اماراتو. ترکيې او ځینو نورو هیوادونو ته انتقال کړي.

د نوموړي په وینا، سوداګر د کار لپاره له دولته یوازې امنیت غواړي چې هغه هم حکومت نه دی ورته مهیا کړی.

په ورته وخت کې، د سوداګرۍ او صنایعو اتاق وویل چې دا مهال په ترکیه او ازبکستان کې زموږ ډېریو هیوادوالو د کار او پانګوني لپاره ډیرې اسانتیاوې ورکولي کیږي ترڅو زموږ سوداګر هلته خپله پانګه انتقال کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال، خانجان الکوزي وویل: “تښتونې او نا امني د سوداګرو د پانګوني لپاره لویې او جدي ستونزې دي”، په وینا یې د حکومت له لوري په قرارداد ورکول شوي د زیاترو پروژو د نه عملي کیدلو لامل هم همدا وي چې حکومت یې د امنیت او کاري اسانتیاوو په برابرولو کې ناکام وي.

راپور وایی چې په دې اړه یې له هڅو سره سره د سوداګرۍ د وزارت هیڅ ډول غبرګون ترلاسه نکړای شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x