تصویر؛ له ارشیفه

غزني: مرکز او قره باغ کې دوه پوستې طالبانو نیولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې دوه پوستې نیولې دي.

د غزني مرکز ته څېرمه د زرګرو سیمه کې د واغظ ولسوالۍ پر نقلي مرکز برید کړی او یوه پوسته يې له منځه وړې.

طالبان وايي سرتېرو يې تېره شپه شاوخوا یوه بجه پر یاد مرکز برید وکړ، چې اته عسکر يې پکې وژلي دي.

په ورته وخت کې طالبانو د قره باغ ولسوالۍ اړوند باران کلا کې پر دوو پوستو بریدونه کړي چې یوه يې له منځه وړې.

طالبان وايي برید کې يې شپږ عسکر وژلي دي.

په یادو بریدونو کې ځينې سپکې او درنې وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلې.

یاده دې وي د غزني پر واغظ سربېره، د زنخان، رشیدانو او خوږیاڼیو ولسوالیو مرکزونه هم د غزني ښار کې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د