افغانستان

ټاکنو کمیسیون: دوه ورځې کې به ټولو مرکزونو ته د بایومټریک ماشینونه ورسېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دوه ورځې کې به د رایه ورکونې ټولو مرکزونو ته بایومټریک ماشینونه ورسول شي.

د دې کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي تر اوسه يې دغه ماشینونه فراه، بادغیس، هرات، زابل، روزګان، کندهار، نیمروز او هلمند ته لېږل شوي دي.

هغه وویل نن به کندوز، پکتیکا، تخار، بامیان، بغلان، بدخشان او دایکندي ته ولېږل شي او تر جمعې پورې به ټولو مرکزونو ته ورسېږي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي، بایومټریک سیستم کارول سم کار دی، خو باید تر لېږلو وړاندې دا دستګاوې ازموېیل شوې وای.

د دې بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید وايي که له ازمایښت پرته دا دستګاوې ساحو ته ولېږل شي، نو ستونزې به را ولاړې کړي.

د دې دستګاو په اړه د خوشبینۍ تر څنګ ګڼې اندېښنې هم را پارېدلې دي، ویل کېږي دا ماشینونه کتل شوي نه دي، ټولو ساحو کې يې د برق ساتلو اندېښنه او دقیقه ثبتونه یوه بله اندېښنه ده.

دا په داسې حال کې دی چې راتلونکې ټاکنې یوازې د ولایتونو په مرکزونو پورې محدودې بلل کېږي.

د دادرس په نوم یوې ټولنې په تازه سروې کې یوازې کابل کې د راتلونکو ټاکنو په اړه د نظر پوښتنې پر اساس ویلي، ۶۰ سلنه خلک هیڅ باور نه لري او ۴۰ سلنه نور اندېښمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x