
جنرال عاصم منیر؛ د ای ایس ای نوی مشر ټاکلی شوی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): پاکستاني رسنۍ وايي جنرال عاصم منیر د ای ایس ای د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
جنرال عاصم منیر چې په پوځي لیکو کې يې وړاندې تر دې دندې اجراییه کړې، نن د یادې څارګرې شبکې مشر ټاکل شوی دی.
نوموړي په پوځي لیکو کې د مختلفو چوکیو تر څنګ د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو عمومي قومندان هم پاتې شوی دی.
دا په داسې حال کې دی چې د پاکستاني استخباراتو مخکینی مشر جنرال نوید مختار په پوځ کې له ۳۵ کلنې دندې وروسته د روانې میلادي میاشت په لومړۍ ورځ تقاعد شو.