ډاکټر عبدالله عبدالله

ډاکټر عبدالله: دولتي مسؤلين دې رسنيو ته په وخت او سم معلومات ورکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ تلې ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت اجرائيه رئيس وايي چې ټول دولتي مسؤلين او وياندويان بايد خلکو او رسنيو ته په خپل وخت معلومات ورکړي.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله وايې چې حکومت بايد خلک او رسنۍ له خپلو چارو نه په وخت او سمه توګه خبر کړي او خبريالان بايد د اطلاعاتو له لاسرسي څخه بې برخې نشي.

اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وايي چې موږ له يو ډېر دردونکي حالت څخه تيريږو، خو بیا هم چې په ملي کچه کومه مسئله پيښيږي او يا موجوده وي خلک او رسنۍ بايد ترې په خپل وخت خبر شي.

په ورته وخت کې د افغانستان له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ ادارې «نی» هم ويلي دي چې ګډ حکومت د بيان ازادۍ په اړه پخپلو ژمنو عمل نه کوي او رسنيو ته د پيښو په اړه ناسم مالومات ورکوي.

د ني ټولنې مسؤل مجيب خلوتګر وايي چې هغه مواد او معلومات چې حکومت يې رسنيو او خبريالانو ته ورکوي هيڅ ګټه نه لري او د ګډ حکومت په څلور کلنه دوره کې د ازادو معلوماتو ورکړه ډېره کمه شوې ده.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د بيان د ازادۍ له شعارونو سره سره بيا هم ډیری وخت هغه خبريالان په بيلابيلو وختونو کې له مشکلاتو او ځورونو سره مخ کيږي.

ډيری وخت په افغانستان کې د پيښو پر مهال ژورناليستان د امنيتي ځواکونو له لوري ډبول شوي او د مرګ ګواښونه ورته شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د