افغانستان

ټاکنو کمیسیون ۹زرو بهرنيو ناظرینو ته کارتونه ورکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي، د ۹زرو بهرنیو ناظرینو په ګډون يې ۶۰زرو ناظرینو ته کارتونه ویشلي دي.

د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي نن په یوه خبري غونډه کې وویل په دې ناظرینو کې ۲۱۰۰ تنه له سیاسي ګوندونو، ۳۷زره د نوماندانو له لوري، ۳۳۰ تنه له رسنیو، ۱۲۱۰۰ تنه له مدني بنسټونو او ۹زره تنه له نړیوالو څخه دي.

هغه وویل تر راتلونکې شنبې پورې به د ناظرینو لپاره کارتونه ووېشل شي، له هغه وروسته بیا څوک د نظارت کارت نه شي تر لاسه کولی.

هاشمي دا هم وویل چې تر راتلونکې جمعې پورې به د بایومټریک دستګاوې ټولو مرکزونو ته ورسېږي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې د روانې میاشتې په اته ویشتمه ترسره شي، چې لپاره يې شاوخوا ۲۵۰۰ تنو ځانونه نوماندان کړي.

یاده دې وي طالبانو پر افغان ولس غږ کړی چې له دې پروسې لرې واوسي او هر ټاکنیز مرکز د دوی لپاره نظامي هدف دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x