دویم تعقیب: سرپل کې د امنیتي ځواکونو خپل‌منځي جګړه کې ۳۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د اربکيانو او پولیسو تر منځ په جګړه کې دواړو لوریو ته ۳۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي د بلخاب په دهنه سیمه کې اربکي قومندان مهدي مجاهد پر امنیتي ځواکونو برید کړی، چې تر نن مازیګره لا هم روان و.

هغه وايي په دې جګړه کې شپږ عسکر او اته اربکیان وژل شوي او اته عسکر او ۱۲ اربکیان ټپیان شوي دي.

اماني وايي پر دې سربېره په دې جګړه کې د ولایتي شورا غړی مجاهد زاده بلخابي هم ټپي شوی دی.

د والي ویاند وايي مازیګر مهال دولتي ځواکونه په جګړه کې سخت ګير ښکاري او د هوايي ملاتړ غوښتنه يې هم کړې ده.

پژواک د سیمې د یو تن اوسېدونکي په حواله وايي چې په جګړه کې اوه عسکر او اته اربکیان وژل شوي دي.

د والي ویاند دعوه کړې چې اربکي قومندان بیا له طالبانو مرسته غوښتې او نیت يې دی چې سلامته ولسوالي ور وسپاري.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې غور کې هم اربکي قومندان علي‌پور له ځانګړو ځواکونو سره جګړه وکړه، چې شاوخوا شپږ تنه پکې ووژل شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د