په افغانستان غوره لیګ کې نن محمد شهزاد او کریس ګېل مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ تلې، ۱۳۹۷ل): د ګلبهار افغانستان په اوومه سیالۍ کې نن د نړۍ دوه ستر سات تېروونکي لوبغاړي چې یو د افغانستان محمد شهزاد او بل د ویسټ انډیز کریس ګېل دی، مخامخ کیږي.

د دواړو ترمنځ سیالۍ به شېبه وروسته (۸:۳۰ بجې) پېل شي، چې د بلخ لوبډلې لخوا به په دغه لوبډله کې د شپږیزو باچا کریس ګېل په لومړي ځل شامل وي، او پر وړاندې به یې محمد شهزاد او شاهد افریدي ولاړ وي.

کریس ګېل په ویسټ انډیز کې له لیست ای سیالیو وروسته شارجه ته ستون شوی، چې د بلخ لوبډلې سره یوځای شوی، نوموړي د یوه ویډیویي پیغام له لورې پر مینوالو غږ کړی چې د لوبې کتلو لپاره د شارجه لوبغالي ته ورشي.

د افغانستان په غوره لیګ سیالۍ کې تر دې دمه بلخ لوبډلې دوه سیالۍ ترسره کړي او دواړه یې ګټلي، خو د پکتیا پینترز لوبډلې په دوه سیالیو کې یوه بایللې او بله کې بریا خپله کړې ده.

د لوبغاړو په پرتله په یاد لیګ کې د بلخ لیجنډز لوبډله تکړه لوبډله ګڼل کیږي، جې د ښو توپوهونکو ترڅنګ ښه توپ اچونکي او ډګر ساتونکي هم لري، چې د کریس ګېل په شاملېدو یې لوبډله نوره هم پیاوړې شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د