پر کریسټیانو رونالډو یو شمېر د جنسي تیري تورونه پورې شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ تلې، ۱۳۹۷ل): د نړۍ په ستر مشهور او نامتو فوټبالر کریسټیانو رونالډو په تېره یوه اوونۍ کې د څو ښځو لخوا د جنسي تیري تورونه پورې شوي دي.

د پرتګال هېواد نامتو لوبغاړی کریسټیانو رونالډو څه موده وړاندې لومړی د یوې امریکانۍ ماډلې لخوا په جنسي تیري تورن شو، چې وروسته د څو نورو ښځو لخوا هم پر ده یاد تورونه پورې شول.

۳۳ کلن رونالډو چې څه موده وړاندې د اټالوي کلب یوونتوس لوبډلې سره یوځای شو، د امریکانۍ تورنونکې په وینا په ۲۰۰۹م کال کې یې ورسره په نایټ کلب کې له پارټي کولو وروسته جنسي تیری کړی و.

هغه مهال د یادې ماډلې لخوا له کریسټیانو رونالډو څخه د قضیې په اړه د خولې بند ساتلو په بدل کې د (۲۸۸۰۰۰) انګلستاني پونډو غوښتنه کړې وه.

همدا ډول یوې بلې ښځې پر رونالډو تور پورې کړی چې د نوموړي لخوا جنسي ځورول شوې، درېیمې ښځې چې پر رونالډو یاد تور پورې کوي زیاتوي چې رونالډو له دې څخه د پيسو په بدل کې د ناوړه اړیکو غوښتنه کړې وه.

د یادو پېښو په اړه تر دې دمه کریسټیانو رونالډو څه نه دي ویلي خو د امریکا پولیس وایي چې دوی به د رونالډو څخه د یادې پېښې په اړه پلټنه کوي، خو رونالډو دا مهال په کلبي لوبو (اروپا اتلانو لیګ، انګلستان لیګ او هسپانیا لیګ) کې بوخت دی.

په روانه میاشت کې او له دې وروسته په نوومبر میاشت کې د پرتګال فوټبال ملي لوبډله د سکاټلینډ، ایټالیا او پولینډ پر وړاندې سیالۍ لري چې کریسټیانورونالډو ته په لوبډله کې ځای نه دی ورکړل شوی.

یاده دې وي چې په تېره نیږدې کې د یو شمېر ښځو لخوا پر مشهورو څېرو (لوبغاړو او فلمي اکترانو) تورونه پورې کیږي چې دوی سره یې جنسي تیری کړی او یا هم ددوی لخوا جنسي ځورول شوې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د