ای پي ایل: محمد شهزاد پر کریس ګېل غالب شو او ماتې یې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو په اوومه سیالۍ کې د پکتیا پینترز او بلخ لیجنډز لوبډلې مخامخ شوې وې چې پکتیا پینترز بلخ لوبډلې ته د ۳۷ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې د بلخ لوبډلې لخوا کریس ګېل په لومړي وار شامل شوی و، خو د پکتیا لوبډلې لوبډلمشر محمد شهزاد پر نوموړي غالب شو، هم یې زیاتې منډې جوړې کړې او هم یې بریا خپله کړه.

په یاده سیالۍ کې چې د پکتیا پينترز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې محمد شهزاد په کې ۴۰ منډې جوړې کړې، خو پر وړاندې یې سیال لوبغاړی د یونیورس باس کریس ګېل یوازې شل منډې جوړې کړې.

کریس ګېل له لوبې وړاندې د یوې پوښتنې په ځواب کې ووایي چې دی محمد شهزاد ته چلینج ورکوي، خو بیا هم د یونیورس باس زه یم.

د شهزاد تر لوبډلمشرۍ لاندې دا دویم وار شو چې لوبډله یې له ۲۰۰ زیاتې منډې جوړوي، دوی په ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۰۴ منډې جوړې کړې، شهزاد ۴۲، احسان جنت ۴۷ او کیمرون ډیلپورټ ۷۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په ځواب کې د کریس ګېل په مرسته بلخ لوبډلې ښه پېل وکړ خو ژر ژر یې ویکټې له لاسه ورکړې، ګیل د ۲ شپږیزو او ۱ څلوریزې په مرسته په ۱۰ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې، محمد نبي په ۱۵ توپونو د ۴ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته ۴۰ چټکې منډې جوړې کړې خو په هدف پوره کولو کې یې مرسته ونه کړه.

په دې ډول د بلخ لیجنډز ټوله لوبډله د ۱۶۷ منډو په جوړولو په وروستي اور کې وسوځېده او د ۳۷ منډو په توپير یې ماتې وخوړه، په دې سره پکتیا لوبډلې له بلخ لوبډلې سره په جدول کې لومړی نمبر هم خپل کړ.

یاده دې وي چې تېره ورځ د کابل ځوانانو چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي په یاد لیګ کې په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه او په ۴۰ توپونو یې سلیزه ووهله، چې ټولې یې د ۹ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مرسته ۱۲۴ منډې جوړې کړې، اوس له کریس ګېل څخه تمه کیږي چې د نوموړي دغه ریکارډ مات کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د