افغانستان

لوګر: ګډو ځواکونو ملګي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ مربوط “عېباد کلا” کلي کې تیره شپه امریکایي او د صفر یک قطعې ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سیمې اوسیدونکو نن ټکي اسیا ته و ویلي چې اوړمه  شپه لس بجې لومړی درې “دوه څرخه چورلکو” پیاده عسکر ښکته کړل، چې د کورونو تالاشې یې پیل کړه او شپږ کلیوال یې ونیول، ورسته یې د بې پیلوټه الوتکو پر مټ په کلي او نږدي پټیو باندي بمبار وکړ او د “شاه محمد” په نوم یو کس چې پټیو کې یې کار کاوه وژلي دي.

بل ځای دوه تنه نور چې زوی او پلار وو، د میدان وردګ نه د بانجانو کاروبار لپاره راغلي وو او پټیو کې یې خیمه درولې وه، هغوی یې هم پر نښه کړي کړي دي، پلار یې وژل شوی زوی یې زخمي دی،د نورو زخمیانو دقیق شمیر تر اوسه نه دی معلوم شوی.

په دي بمبار کې د کلیوالو دوه کورونه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي او د نږدي کورنو کړکۍ او دروازې له منځه تللي دي.

نږدي وختو کې پکتیا، کندهار، میدان وردګ، هلمند، ننګرهار او لوګر کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x