افغانستان

د جنبش پلویان: ډاکټر غني له قیصاري پرته فاریاب ته نه شي راتلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): د حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم د ګوند پلویان وايي، که ډاکټر غني ‏فاریاب ته له قیصاري پرته د ورتګ زړه وکړي، نو ګام اېښودو ته به يې پرې نه ږدي‎. ‎

د جنبش پلویانو پرون په اعتراضیه غونډه کې پر محمد اشرف غني غږ وکړ، چې که يې د فاریاب د سفر نیت وي، نو نظام ‏الدین قیصاري دې ورسره لاس نیولی راولي‎. ‎

د فاریاب په اربکیانو کې د دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري څو میاشتې وړاندې له ځانګړو ځواکونو سره له ‏لفظي شخړه وروسته ونیول شو، چې اوس کابل کې د مېلمنو په څېر ساتل کېږي‎. ‎

د جنبش پلویان وايي حکومت يې اعتراضونه ناپامه ونیول او لا هم قیصاري بېرته فاریاب ته نه دی ور پرېښودل شوی‎. ‎

دوی ډاکټر غني ته دا ګواښ وروسته له هغه وکړ، چې فاریاب ولایت ته د نوموړي د ممکنه سفر اوازې رسنیزې شوې‎. ‎

پر دې سربېره له غني سره د دوستم اړیکي هم خړې ښکاري، ځينې سرچینې وايي سره له دې چې دوستم کابل ته راغلی، ‏خو تر اوسه يې په یوه رسمي غونډه کې هم برخه نه ده اخیستې‎. ‎

نظام الدین قیصاري د فاریاب په قیصار کې د اربکیانو د قومندانۍ تر څنګ امنیه قومندان هم و؛ چې له جنایاتو يې څو ‏ځلې شکایتونه رسنیز شوي دي‎. ‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x