هلمند: ګډو ځواکونو ۱۲ ملکي وګړي وژلي او څلور نور ټپيان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي کې ګډو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړي وژلي او ۴ نور يې ټپیان کړي دي‎. ‎

د هلمند چارواکو هم د نادعلي د نري شاول په نري پله سیمه کې د عملیاتو خبر ورکړی او دعوه يې کړې، چې هوايي ‏بریدونه کې يې تر ۲۴ پورې طالبان وژلي دي‎. ‎

طالبانو دا دعوه پوچه بللې او زیاتوي چې سرتېرو ته يې کوم زیان نه دی اوښتی‎. ‎

ګډو ځواکونو د ګل اغا بازار ته څېرمه وروسته له هغه تونده بمباري وکړه، چې طالبانو یو امریکايي ټانګ مخامخ وویشت ‏او غرمه مهال يې دوه کمانډو عسکر ووژل‎. ‎

په دې هوايي بریدونو کې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي‎. ‎

دا په داسې حال کې دی چې تازه یوناما د ملکي تلفاتو کچه پنځه سلنه لوړه ښوودلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د