افغانستان

سیاسي ګوندونه: حکومت د سولې لپاره روښانه طرحه نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): سیاسي ګوندونه وايي حکومت د سولې لپاره روښانه او واضح طرحه نه لري‎. ‎

سیاسي ګوندونو د زلمي خلیلزاد د غوښتنې په مقابل کې ویلي، چې حکومت باید یوه جامع طرحه او کړنلاره څرګنده کړي‎. ‎

زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې لپاره امریکايي مامور دی، پر افغان حکومت غږ کړی چې با صلاحیته پلاوی دې ورته وټاکي‎. ‎

د سیاسي ګوندونو او سیاسي څېرو د ائتلاف غړي، محمد یونس قانوني وویل، د روښانه طرحې نه شتون د سولې پر وړاندې ‏ستره ننګونه ده‎. ‎

د حراست او ثبات شورا غړي عمر داودزي اعتراف وکړ، چې دوی د سولې ادرس غلط کړی و‎. ‎

هغه وویل، اوولس کاله وړاندې موږ له ناسمې نقطې پیل وکړ او هغه دا چې له دښمنه مو د مرستې غوښتتنه کوله‎. ‎

په ورته وخت کې د سولې شورا دعوه کوي چې له طالبانو سره يې غیر رسمي خبرې شوې دي‎. ‎

د دې شورا مشر کریم خلیلي وویل، دا خبرې به هلته پایله ورکړي چې د ټولو نظرونه واورېدل شي‎. ‎

طالبانو په دې تړاو تازه څه نه دي ويلي، خو د ورته څرګندونو پر وخت يې پرلپسې ویلي، چې د سیاسي اړیکو لپاره د دوی ‏سیاسي دفتر یوازینی ادرس دی.‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x