افغانستان

يوناما: روان کال کې تر اوسه اته زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) ويلي دي چې په افغانستان کې د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې ۸۰۰۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د يوناما په راپور کې ویل شوي دي چې د روان زيږديز کال لومړيو نهو مياشتو کې ۲۷۹۸ تنه ولسي وګړ وژل شوي او ۵۲۵۲ نور ټپيان دي.

يوناما په خپل راپور کې د مرګ ژوبلې تر ټولو زياته کچه د طالبانو د بريدونو له امله ښيي خو د طالبانو وياند د يوناما دغه ادعا بې بنسټه بللې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې سږ کال يې په لويو ښارونو کې سرتيري بريدونه کم کړي دي او هغه هم په غير ملکي اهدافو شوي دي.

رپورټ کې راځي چې سږ کال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کچه په تيرو لسو کلونو کې بې سارې ده.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ولسي وګړو د ګډو ځواکونو له لوري چاپې او هوايي بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x