چین؛ حکومت د حلالو خوراکونو پر ضد کمپاین پیل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): چیني حکومت د دې هېواد په مسلمان مېشتي ایالت ژینجیانګ کې د حلالو خوراکي توکو پر ضد کمپاین پیل کړی او له بازارونو يې ټولوي.

دغه ایالت چې شاوخوا دوولس میلیونه مسلمانان پکې اوسېږي، ځايي چارواکو يې په بازارونو کې د حلالو تولیداتو را ټولولو امر کړی، دوی دعوه کوي چې دا «حلالوالی» مذهي «توند لاري» پیاوړې کوي.

رویټرز د چیني حکومت په حواله لیکلي چې د ژینجیانګ مرکز ارومچي ته امر شوی، چې دا کمپاین ګړندی کړی.

حکومتي ګلوبل ټایمز بیا وايي د مسلمانو له لوري د حلالو خوراکونو لټه د سیکولریزم او مذهب تر منځ پله تیته کړې او دې چارې «سختدريځي» ته لار هواره کړې.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې فرانسوي رسنیو د چيني حکومت هغه موارد افشا کړل چې له امله يې مسلمانان له محاکمې پرته زنداني کېږي.

په دې مواردو کې د لمونځ کولو، دیني زده کړو ته غوږ نیول، په ښوونځي کې مورنۍ ژبه خبرې کولو تر څنګ شراب نه څښل او د مسلمان په کور کې پړی موندل کېدل هم د دې علت کېږي چې چيني عسکر مسلمان د زندان تیارو ته ټېل وهي.

په چين کې له لږکیو مسلمانانو سره پر روانو ظلمونو تر اوسه نړیوال بشري فعالان چوپه خوله دي.

چيني حکومت د افشا شويو معلوماتو له مخې شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان په زندان کې ساتي، چې دوی يې د «سمون» هڅه بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د