پال راین د کمانډو ځواکونو قومندان په شا ټپولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکايي پارلمان مشر پال راین پرون مازیګر مهال په نا اعلان شوي سفر کابل ته راورسید.
 
راین؛ د ریشخورو په ګارنیزونو کې د کمانډو عسکرو د ځانګړو عملیاتو له قومندان بسم الله وزیري سره لیدلي دي.
 
پال راین افغان عسکرو ته د مرستې ډاډ ورکړی او هغوی يې هڅولي چې په پارلماني ټاکنو کې جدي واوسي.
 
بسم الله وزیري پال راین ته د خپلو ځواکونو، د عملیاتو، ښوونې او روزنې، تجهیزاتو او نورو چارو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.
 
هغه پال راین ته وویل چې عسکرو يې د دوی لپاره قرباني ورکړې او په وینا يې «د نړیوالو تروریستي ډلو په ماتولو کې يې مهم رول لرلی.»
 
پال راین دوی ته ډاډ ورکړ، چې یوازې به يې نه پرېږدي او په وینا يې خصوصاً د جګړې لپاره به يې تل تر شا ولاړ وي.
 
پال راین د جمهوري غوښتونکي ګوند له غړو څخه دی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د پارلمان مشري په غاړه لري.
 
تر اوسه د امریکايي پارلمان دفتر رسماً د پال راین د سفر په اړه څه نه دي ويلي.
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

افسوس سل افسوس چي يو مسلمان؟ افغان جنگي افسر و يو كافر امريكايي ته وايي چي مونژ ستاسو لپاره قرباني وركوو، أو هغه يي هم په شا تپوي چي شاباش بچو، تاته به نوري پيسي أو د جنسي پياورتيا گولي حواله كم أو و لور ته به دي هم د شزو(خانمانو) د ازادى(فحشا) په برخه كي د امريكا بورس وركم .