خليلزاد د افغان سولې په اړه د سعودي وليعهد سره ليدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې او بيا پخلاينې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سعودي وليعهد محمد بن سلمان سره د افغانستان روانو حالاتو او سولې په اړه خبرې کړي دي.

عربي رسنۍ وايي، چې د سعودي په پلازمېنې رياض کې د خلیلزاد او بن سلمان د ناستې پر مهال د افغانستان سولې او سيمې د امنيت په اړه خبرې شوي دي.

ويل کيږي، چې خليلزاد د افغانستان سولې په اړه د سعودي د هڅو ستاينه کړې او غوښتنه يې کړې، چې په دې اړه نورې هڅې هم وکړي.

په دغه ناسته کې د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر، د استخباراتو مرستيال احمد بن حسن عسيري، په سعودي کې د امريکايي سفارت شارزدافير کريسټوفر هينزل په ګډون د دواړو هېوادونو يو شمېر لوړپوو چارواکو ګډون درلود.

له سعودي وړاندې زلمی خليلزاد اسلام اباد ته په دوه ورځني سفر تللی و، هلته يې له پاکستاني  چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کړې وې او له پاکستانه يې غوښتي و، چې د سولې پروسه کې رښتينې هڅې وکړي او پاکستان هم ډاډ ورکړی، چې د افغانستان سولې په اړه هر اړخيزه مرسته کوي.

امریکا هيله منه ده، چې زلمی خليلزاد به د افغانستان د سولې بندې لارې په پرانيستو وتوانيږي او له همدې امله يې د افغانستان سولې لپاره د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی سلاکار ټاکلی دی، خو تر اوسه دا نه ده روښانه، چې خليلزاد به  په خپل ماموريت کې بريالی شي که نه.

طالبان ټينګار کوي، چې امریکا دې د  روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره له دوی سره مخامخ خبرې وکړي او خپل پوځيان دې له افغانستانه وباسي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داسي شكاري چي أمريكايي سياسيون دير احمق خلك دي . جنگ چيري أو د چا سره دى ، دوي چيري أو د چا سره خبري كوي ، له هغو سره چي افغان مجاهدو ته د يو خس ارزش هم نلري . سوك چي د قران كريم يو ايت سه چي يوه كليمه هم ونه مني هغه مسلمان ندى ، دوي خو مبارك جهاد هم نسخ كى، چي په اسلام كي تَر تولو نيك عمل دى .دا خداى وهلي به دامريكايانو سره نور سه كومك وكي بيله دي چي پخپلو غلطو فتواگانو اسلام او مسلمان غلط معرفي كي أو جهاد منسوخ… نور لوستل »