د ذهني کمزورتیا له منځه وړلو او یاداښت پیاوړي کولو لپاره غوره لار «قیلوله» ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ تلې، ۱۳۹۷ل): قيلوله يا د نیم ساعت لپاره د غرمې خوب کول نبوي سنت دي، یو شمېر روغتیایي ګټې لري، بېلا بېلو څیړنو او پوهانو ثابته کړې چې قیلوله کول د انسان د روغتیا لپاره ګټور ثابتیږي.

د یوې لسیزې د څیړنې ورسته ثابته شوې چې د ذهني روغتیا، اعصابو ارامتیا او د یاداښت پیاوړي کولو او د څیزونو په طبیعي ډول یاد ساتلو لپاره د غرمې خوب «قیلوله» تر ټولو غوره لار ده.

په ۲۰۱۶م کال کې پوهانو د غرمې خوب په اړه سروی کړې وه، ددې سروی پایله دا څرګنده شوې وه، هغه کسان چې ازموینو ته د چمتو والي پرمهال د غرمې خوب کوي ددوی یاداښت د نورو په پرتله ښه او پیاوړی وي.

اوس د نویو څیړنو له مخې څرګنده شوې چې قیلوله یوازې د ذهني روغتیا او یاداښت پیاوړي کولو لپاره غوره نه بلکې په دماغو کې هغه معلومات هم پراسیس کوي چې مونږ ته په لاشعوري ډول ترسره کیږي، په اصطلاح د غرمې خوب زمونږ د ورځني ستونزو حلولو او په انسانانو کې د دقت او عقلانیت ماده خورا پیاوړې کوي.

د لندن برسټل پوهنتون د یادې څیړنې ازموینې ترسره کولو لپاره ۱۶ بالغ کسان غوره کړل، لومړی یې په دوه ګروپونو وویشل او بیا یې ترې ازموینه ترسره کړه، په پایله کې څرګنده شوه هغه کسان چې د ورځې قیلوله یې ترسره کوله د نورو په پرتله یې اعصاب چټک، دقیق او ادراک یې پیاوړی و.

پوهان زیاتوي چې د غرمې یو ساعت یا له دې کم خوب د انسان په بدن کې د معلوماتو په پیدا کولو کې د دقت، عقلانیت، فکر او تدبر ماده پیاوړې کوي، او همدا ډول په دوی کې د ادراک ځواک نور هم پیاوړی کوي.

له دې سربېره نورې څیړنې زیاتوي چې قیلوله کول د زړه ناروغۍ ګواښونه ۳۰ سلنه کموي، او انسان ذهني او فزیکي تازه ساتي، د ستومانتیا او ذهني ستړیا احساس نه کیږي، خو له بل اړخه ویل کیږي چې په قیلوله کې افراط کول «زیات خوب کول» انسان ته نورې ستونزې راولاړوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د