نړيوال بانک: د پاکستان اقتصاد به تر راتلونکو دوو کلونو له خطر سره مخ وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): نړيوال بانک وايي، چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان اقتصاد له ننګونو سره مخ دی، بې روزګاري، قيمتي په زياتېدو ده او تر راتلونکو دوو کلونو به دا وضعيت همداسې وران وي.

نړيوال بانک دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال له خلکو سره ژمنه کړې وه، چې لس ميليونه دندې به پيدا کړي، بې وزلي به له منځه يوسي او د هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه کولو لپاره به د پيسو له نړيوال صندوق «ای ايم ايف» څخه پورونه هم نه اخلي.

نړيوال بانک په کلني راپور کې ويلي، پاکستان د جنوبي اسيا يوازينی هېواد دی، چې اقتصادي لارې يې محدودې دي، لګښتونه يې زيات او عوايد يې کم دي او اقتصاد يې له ځوړتيا سره مخ دی.

ای ايم ايف څخه د پور اخيستو مذاکرات

د پاکستان د ماليې وزير اسد عمر په مشرۍ یو پلاوی به د  اي ايم ايف پا د پيسو د نړيوال صندوق له استازو سره د د شپږ ميلياردو ډالرو پور اخيستو لپاره مذاکرات کوي. پاکستان وايي، چې د مالي کال د بوديجې پوره کولو لپاره شپږ ميليارده ډالرو ته اړتيا لري.

پاکستان په داسې حال کې د پيسو له نړيوال صندوق څخه د پور اخيستو غوښتنه کوي، چې د ډالرو پر وړاندې د پاکستاني کلدارو ارزښت په کمېدو دی او د يوه ډالر بيه ۱۳۹ پاکستانۍ کلدارو ته پورته شوې ده.

اقتصادي کارپوهان وايي، چې کېدای شي په راتلونکو لنډو ورځو کې يو ډالر د پاکستاني روپيو په مقابل کې تر ۱۵۰ پورې پورته شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د