ځینې هغه عام عادتونه چې ذهني روغتیا له منځه وړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د انسان د بدن غټوالي دا تصور غلط دی چې دا کس به ذهني وړتیا هم ولري، ځینې کوچني او عام عادتونه مو په ورځني ژوند کې ذهني روغتیا له منځه وړي، او د انسان پر مزاج خورا سخت اغیز کوي.

تېره ورځ د اکتوبر لسمه په نړۍ کې د ذهني روغتیا نړیواله ورځ ولمانځل شوه، د راپورونو له مخې ویل کیږي چې په نړۍ کې زیاتره ناروغان د ځینو عامو عادتونو له کبله پر ذهني ناروغۍ (رواني ناروغۍ) اخته دي، او په ځانګړي ډول بدبختانه دغه ناروغي په ځوانانو کې ډیره موندل شوې.

چې ولې ذهني ناروغۍ په ځوانانو کې ډیره موندل کیږي، راځئ چې لاملونه یې په ډاګه کړو او ددې څخه د خپل روښان راتلونکې لپاره ځانونه وژغورو:

کږه غاړه تګ کول

زمونږ ذهني حالت زمونږ پر تګ او اندانومونو اغیز کوي، د څیړنو له مخې ویل شوي هغه کسان چې کږه غاړه تګ کوي او د تګ پر وخت یې اوږې ښکته نېولې وي، دوی هر وخت د ستومانتیا او بد مزاجۍ احساس کوي، دغه ډوله خلک د مثبت لرلو پرځای هر څیز ته په منفي نظر ګوري، چې ورو ورو یې د ذهني سختو ناروغیو لکه الزائمر (یاداښت، حافظې کمزورتیا) او داسې نورو ښکار کیږي.

د اعصابو جراحي ډاکټران وايي په ځوانانو کي د ملا د تیر عملیات د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي، او لامل يې د ځوانانو له لورې د ځيرک مبایل د استعمال پر وخت ښکتې خوا ته د غاړې کږوالی په ګوته کړی دی.

هر څیز انځورول

د ژوند هره شېبه د مبایل له لارې ثبتول د انسان هغه مهمې شېبې چې باید د ژوند په اوږدو کې په یاد وي وړتیا له منځه وړي، د فائرفیلډ پوهنتون په یوه څیړنه کې ویل شوي چې هر څه د کامرې له مخې ثبتولو عادت د ژوند خوند او هغه مهمې شېبې چې باید په یاد وساتل شي ددې جزئیات له منځه وړي، نو له کبله یې دغه عادت د انسان په یاداښت اغیز کوي، ځکه چې د عکس اخیستلو پرمهال د انسان توجو په یوه ځانګړی لید مرکوزه وي چې ورسره انساني یاداښت محدودیږي.

ورزش نه کول

د لندن په کالج پوهنتون کې د یوې ترسره شوې څيړنې له مخې ویل شوي چې د ورزش او نا امیدۍ ترمنځ اړیکه شتون لري، په اصطلاح هغه کسان چې ورزش یا بل فزیکي فعالیت نه ترسره کوي په هغوی کې د انا امیدۍ ګواښ د هغو په پرتله چې ورزش کوي، زیات وي.

زړه نا زړه کار ترسره کول

څوک چې د یوه کار ترسره کولو پرمهال زړه نا زړه وي، اندیښنه یا ډار ورسره وي چې ددې کار له کبله به له ناکامۍ سره مخ شي، ددغه عادت دوامداره خپلولو په پایله کې انسان د یو شمېر ذهني ناروغیو ښکار کیږي، چې د یوه کار د ناکامۍ څخه ډیر اعصاب خوړونکی ثابتیږي.

ژوند جدي نېول

که تاسې د ژوند هره ستونزه د مرګ او ژوند سره تړلې ساتئ نو ډیر ژر به د روانې ناروغیو ډاکټر ته مخه وکړئ، په بېلا بېلو څیړنیز راپورونو کې دا خبره څرګنده شوې چې ژوند په خوشحالۍ سره تېرول ذهني خپګان او ستونزې له منځه وړي، په انسان کې زیاتره ناروغۍ له خپګان، تشویش، تنهایئ او ډپریشن څخه رامنځته کیږي، خو خندا او خوشحاله وخت تېرول دغه ستونزې له منځه وړي.

بې خوبي

خوب د روغتیا لپاره تر ټولو اړین ګڼل کیږي، ذهني او احساساتي وړتیاوې او د انسان فزیکي فعالیتونه ټول د خوب په کولو سره تازه کیږي، کم او یا خوب نه کول د رواني ناروغیو او نورو ذهني ستونزو رامنځته کېدلو تر ټولو ستر لامل دی، ددې څخه د ډیمنشیا، خپګان، ستړیا، ستومانتیا، زړه او داسې نورې ناروغیو بنیاد کېښودل کیږي، که څه هم دغه ناروغۍ په ځوانۍ کې ډيرې ستونزمنې نه وي خو د عمر په تېریدو انسان ته سخت زیان رسوي.

تنهایي نه غوره کول

د بوخت ژوند څخه څو شیبې تنها تېرولو لپاره ځانګړې کول ذهني فشار په کمولو کې مرسته کوي، که چیرې تاسې ټوله ورځ بوخت یاست او د تنها پاتې کېدلو لپاره هیڅ وخت نشئ موندلای تاسې به د نا امیدۍ، ذهني خپګان او دېته ورته ناروغیو سره مخ کیږئ.

همدا ډول سرچینې زیاتوي چې د ټولنیزو رسنیو زیات استعمال هم د رواني ناروغیو په رامنځته کولو کې خورا ستر رول لري، سربېره پر دې پر یو وخت څو څو کاره سر ته رسول هم انسان د رواني او یا هم نورو ذهني ناروغیو ښکا رکوي، راپورونه زیاتوي چې د مبایل ډیر عادت درلودل هم یادې ناروغۍ زیږوي، دوی وایي چې هر وخت مبایل پرانیستل او بندول (چې څه به پېښ شوي څه نه) د تشویش ناروغۍ رامنځته کوي، ددغې عادت څخه باید ځان وژغورل شي او یو ثابت ژوند غوره کړل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د